دا لیکنه په لومړي ځل په افغان سکور ویبپاڼه کې په ۲۴ سپتمبر ۲۰۱۲ پر لیکه شوې وه http://afghanscore.com/index.php?option=com_content&view=article&id=2354&catid=12&Itemid=40

د افغانستان د کرکټ ټیم د شل اوریزو لوبو په نړیوال کپ کې د ګډون سفر د دوو ماتو نه وروسته سر ته ورسید.لومړۍ لوبه چې د هندوستان د ملي لوبډلې سره وه د ماتې نه وروسته هم د افغانستان په ګټه تمامه شوه ولې چې د افغان لوبډلې لوبه په نړیواله کچه ډیره ښه وستایل شوه او همدا راز د کرکټ مینه والو هم ډیره ښه وارزوله خو بیا دوهمې ماتې چې د انګلستان پر ضد وه د کرکټ مینه وال یې ډیر په غصه کړل او ملي لوبډله يې د تندو نیوکو سره مخ کړه ـ د کرکټ مینه والو د فیس بوک په پاڼو ، د دفتر په انګړونو، د ښاري موټر د سفر په لړ کې ، په دکانونو او بازارونو کې د زړه بړاس وویست او د ملي ټیم لوبغاړي يې په ډیرو ستغو او سپورو یاد کړ.

دا چې ملي ټیم په خپلې دویمې لوبې کې ډیره خرابه لوبه وکړه نو دا د افغانستان د کرکټ د مینه والو حق دې چې نیوکې وکړي، تبصرې وکړي او همدا راز خپل نظر څرګند کړي خو دغه نیوکې باید داسې نه وي چې د لوبغاړو او د لوبډلې سپکاوې پکې وشي د کرکټ راتلونکې دې پکې تر پوښتنې لاندې راوستل شي زه غواړم چې په زغرده ووایم چې د انګلستان پر ضد ماتې د نړۍ پایله نه ده، دا د افغانستان د کرکټ پاې نه دې د افغانستان ماشوم کرکټ ډیر پیاوړې دې او د روښانه او ځلانده راتلونکي څښتن دې.

دا چې موږ د خپلې لوبډلې باندې نیوکې کوو، نو باید هیر نه کړو چې د افغانستان لوبډلې د شل اوریزو لوبو د تیرې دورې اتل اود کرکټ د نړیوالې شورا په نړیواله درجه بندۍ کې د لومړي مقام خاوندې لوبډلې څخه لوبه بایللې ده دا هغه لوبډله ده چې د پاکستان غوندې پیاوړې لوبډلې ته د روان میلادي کال په پیل کې دوه وارې سر په سر ماتې ورکړه او ددغه لوبوکپ یې په خپل نوم کړ.

دغه راز،د سویلي افریقې له لوبډلې سره یی دوه لوبې مساوي کړې او د روان نړیوال کپ د پیل څخه د مخه په یوه تمریني لوبه کې یې د پاکستان لوبډله د ۱۱۱ لوبو هدف ترلاسه کولو ته پرینښوده، دې ټولو لوبو ته په کتو سره دا جوته کیږي چې زموږ ماشومه لوبډله د نړۍ له ډیرې پیاوړې لوبډلې سره مخامخ وه.

هو، زه دا منم چې د لوبډلې ټاکنه د پوښتنې وړ وه، مونږ توپ نیونه(Catching) سمه ونکړه، مونږ د توپ وهنې سم پلان نه درلود ، د لنډ ټپکي (short pitched) توپونو پرضد مو لوبه ډیره کمزورې وه او په ټولیزه توګه لوبه کې مو د ستراتیژۍ او پلان کمښت وو ـ خو ددې هر څه ترڅنګ زموږ لوبډله د ویاړ وړ ده دغه افغان ځوانان د قدر او نازولو وړ دي.

آیا دا مو بس نه ده چې افغانستان د نړیوال جام برخه وال دې او د نړۍ د دولسو پیاوړو لوبډلو په کتار کې ولاړ دې؟ آیا تاسې و نه لیدل چې د افغانستان ملي بیرغ ډیر په ویاړ سره د لوبې په اوږدو کې په رپیدا وو؟ آیا تاسې د افغانستان د ملي سرود غږ وا نه اوریده؟  تاسې ونه لیدل چې د نړۍ په کچه د افغانستان د لوبغاړو ستاینه وشوه؟ او که نه نو د نړیوال جام لوبې اوس هم ګورئ، و به ګورئ چې د نبي نوم د اوږدو شپږیزو په کتار کې په دویم نمبر دې! هو د افغانستان محمد نبي! دا هر څه د چا له برکته؟ د همدې لوبډلې او د همدو لوبغاړو له برکته.

زه ځان او خپل هیوادوال هم نه ملامتومه ولې چې د تیرو دیرشو کلونو ناخوالو موږ ډیر بې صبره کړي يو، موږ دومره ډیر منفي لیدلي چې هیڅ مو مثبت ته پام نه کیږي او یوازې منفي لټوو او په ګوته کوو یې، بدلون مو تل په یوشپه کې غوښتی او که نه نو مخ مو ترې اړولې دې خو اوس اړینه ده چې دغه مفکوره او دغه لیدلوری نور بدل کړو د خپلې شننې په لړ کې دواړه مثبت او منفي وارزوو او د بدلون له پاره صبر وکړو.

که خپله مو صبر نه وي زده نو پکار ده چې له نورو یې زده کړو، د کرکټ په میدان کې او په ځانګړي توګه په روان نړیوال جام کې ددغه صبر ډیرې بیلګې لرو، د بنګله دیش لوبډلې ته کرکټ، د کرکټ میدانونه او د کرکټ یو ژوندې نظام د پاکستان څخه د بیلتون په میراث کې ورپاتې وو خو بیا يې هم ۲۸ کاله صبر وکړ ترڅو په نړیوالو لوبو کې د لوبیدو جوګه شي او دا هم په داسې حال کې چې د هندوستان او پاکستان د کرکټ د ادارو له خوا یې پوره ملاتړ کیده خو تاسې وګورئ چې د روان جام په خپلې لومړې لوبه کې یې د نیوزیلنډ لوبډلې پر خلاف زموږ د لوبډلې په څیر یې ډیره خرابه لوبه وکړه، زمبابوې ته وګورئ چې د ۱۹۹۲ کال د پنځوس اوریزو سیالیو کې هم لوبه کوله او د همدغه کال نه راپدیخوا د  کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب هم لري خو که لوبه یې وګورو نو زموږ په پرتله خورا خرابه وه، هیر مو نشي چې د زمبابوې  د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو په وخت کې زمونږ لوبغاړو په کچه ګهړۍ کې   بیټ، توپ او ویکټې سره نوي آشنا شول،  او په پاې کې د انګلستان لوبه د هند پر ضد هم د کتلو وړ ده چیرته چې ټوله لوبډله د هند پر ضد زمونږ هومره یعني ۸۰ منډو وسوځیده، نو د افغانستان د لوبډلې سوځیدل په ۸۰ منډو څه لویه ګناه نه ده او په کرکټ کې ډیر وار داسې شوي چې یوه لوبډله په کمو منډو وسوځیږي، د روان نړیوال جام نه یوازې دوه اونۍ دمخه د استریلیا لوبډله په یوازې ۸۹ منډو وسوځیده ـ خو ددغه هیوادونو خلکو د شرم نوم هم وانخیست او ددغه هیوادونو د کرکټ شنونکو دغه ورځ د خپلې لوبډلې بده ورځ وبلله.

د افغان لوبډلې په نړیوال جام کې لوبیدل دومره آسانه کار نه وو او زموږ د هیواد په نړیوال جام کې ګډون د یو لړ هڅو او هلو ځلو زیږنده وه، موږ باید هیر نه کړو چې افغانستان کابو ۱۲ نورو لوبډلو سره د سیالۍ وروسته پدې وتوانید چې نړیوال جام کې د لوبو حق ترلاسه کړي، په دغه لړ کې زموږ لوبډله د کاناډا او هالینډ غوندې لوبډلو د ماتولو وروسته وکړاې شول چې په دغه نړیوال جام کې لوبه وکړي، نو دا یوازې دوه لوبې نه بلکې د یو اوږد بهیر ورستۍ برخه وه او دغه بهیر ته رارسیدل د همدې لوبډلې د هلو ځلو برکت دې ګنې موږ چا په نړیوال جام کې لوبو ته پريشودو.

آیا موږ افغانانو کله دې ته پام کړې چې زموږ لوبډله څه لري او د کومو امکاناتو په مټ د نړۍ سره ښکر جنګوي زموږ لوبغاړي هیڅ هم نه لري! زمونږ لوبغاړي  په نړیوالو معیارونو برابر میدان هم نه لري او د هر نړیوال سفر نه مخکې اړ دي چې شارجه ته لاړ شي ترڅو د یو څو ورځو له پاره خپل تمرین وکړي پداسې حال کې چې ښه توپ نیونه په ښو او نړیوالو معیارونو برابرو میدانونو تمرین ته اړتیا لري.

دغه راز، ښه توپ وهنه معیاري لوبډګرونو (Pitches) ته اړتیا لري پداسې حال کې چې زموږ ډیرې ځوانان په فرشي لوبډګر لوبه کوي ولې چې د خاورین لوبډګر ډیرو امکاناتو ته اړتیا لري کوم چې زمونږ ځوانان یی نه لري. په ټول افغانستان کې مونږ یو د فزیکي چمتوالي (Physical Fitness) یو روزنکې نه لرو نو څنګه تمه کولې شو چې زمونږ لوبغاړي دې چمتو وي، که په امکاناتو باندې فکر وکړو نو زه په ډیر اطمینان سره ویلې شم چې د افغانستان ټیم په ټوله نړۍ کې تر ټولو غریب دې.

دلته دا ویل اړین بولم چې د امکاناتو د نه شتون د خرابې لوبې څخه د ملاتړ دپاره نه یادوم بلکې یوازې غواړم چې د خپلې لوبډلې لوبه پرتله کړم او همدا راز ځان اړ باسم ترڅو په خپله لوبډله وویاړم، په نړیوال کرکټ کې د افغانستان د لوبډلې پرمختګ ته یوه افسانوي کیسه ویل کیږي، یوه لوبډله چې یوازې پنځه کاله تر مخه د کرکټ د ټولو ټیټ دریځ یعني پینځم دریځ (Division 5) کې د بوټسوانا او جاپان سره لوبه کوله نن په نړیوال جام کې د نړۍ تر ټولو پیاوړو لوبډلو سره اوږې جنګوي، د آسیا د کرکټ نړیواله شورا په افغانستان او ددې په پرمختګ ویاړي او د کرکټ نړیواله شورا یې نورو هیوادونو ته د بیلګې په توګه وړاندې کوي نو بیا ولې مونږ په خپله لوبډله شرمیږو.

افغانانو، راځئ چې صبر وکړو او د بنګله دیش، زمبابوې او سریلنکا د خلکو نه یې زده کړو او همدا راز د خپلو لوبغاړو ملاتړ وکړو او خپله لوبډله ونازوو ترڅو دغه ځوانان زمونږ ملي بیرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپوي.

 هو، موږ به نیوکه کوو او د خپلې لوبډلې لارښونه هم خو کله به هم پرې نه شرمیږو موږ په خپله لوبډله ویاړو، ټول افغانستان پرې ویاړي.