غزل

 

خدايه دا شپې ورځې سبا زر كړې

ما مې دخپل جانان تر خوازركړې

بيا به قيصې كووده مينې ډكې

زماخيالونه هم ریښتيازركړې

شپه د بيلتون مي كړې روښانه ربه

ديدن دياررا ته وړيازركړې

زما پر شونډوپروت دا غم دبيلتون،

لكه ديار، رانه جدا زر كړې

رنځور رنځور زړګي زما لره ته،

ديار ليدل خدايه شفا زر كړې

سوال د رحيم كه ته زر نه قبلوې

ديار قبوله يې دعا زر كړې