دا ترڅو به مونږ کړیږو

نور تر کومه به ژړیږو

بم ، بارود خو مو دښمن وو

اوس هوا نه هم نړیږو

د خدای قهر پر مونږ جوړ دی

د خپل ورور په دار ځړیږو

رحیم نه پوهیږي کله

شعر د غم نه به خلاصیږو