تاچې دې شنو بنګړو ته شرنګ وركړى

زما يې د زړه رباب ته ترنګ وركړى

زما قلم كې دومره ځواك چيرته ؤ

جانان د خپلې ښكلا رنګ وركړى

ګنې زه چيرته او شعرونه چيرته!

له خپلې مينې يې قلنګ وركړى

زما دزړه محفل كې شور هم نه وو

پايزيب د يار ورته يو شرنګ وركړى

شعر خو يې څه كړې هغې خپل مشتاق ته

جرات د سرو سترګو د جنګ وركړې