نوي نسل ته
ګهيځه راشه، رڼا رڼا شه كنه
وړانګې خورې كه،سبا سبا شه كنه
دژوندون هيلې موراوټوكوه
يوه نړۍ ښكلا ښكلا شه كنه
ته راشه پيل كړه زمونږنوې سحر
دټولې ورځې رهنما شه كنه
زمونږه شپې تيرې تيارو ته شولې
ته موتيارو لره بريښنا شه كنه
زړه مو زخمي زخمي، پرهرپرهر دې
ته مو زخمي زړه ته دوا شه كنه
مونږه په ټول عمر خندلي ندي
په سپورو شونډو مو، موسكا شه كنه
دې درد او غم مو تغزل تت كړې
ته درحيم د شعر ځلا شه كنه
26.11.2011
- مشتاق رحيم
ویر
په لر مو وژنی او په بر مو وژنی
کوټه کابل او پیښور مو وژنی
خدای خبر ولی او دچا په لمسون
داخونړی، سړی د سر مو وژنی
پس د اوږدو شپو مو رڼا لیدلی
دغه بدمرغه سپین سحر مووژنی
سړی خو پریږده دوی مو ښځی کوچنیان
ستوری سپوږمۍ وړانګی د لمر مو وژني
خدایه قهار شه دوی هادی نه منی...
26.11.2011
- مشتاق رحيم
مونږ پښتانه!
كه يې په مينه رانه وغواړې خپل ځان دركوو
د مينې ځواب كې خپل د مينې ټول جهان دركوو
خو كه خبره دې په زور كړه نو خبر اوسه چې
غاښ به دې مات كړو د فرنګ پشان سوكان دركوو
كه دې رڼا راوړه نو دا مو ده وعده درسره
ځار به څانونه لكه تانه پتنګان دركوو...