مونږ پښتانه!

كه يې په مينه رانه وغواړې خپل ځان دركوو

د مينې ځواب كې خپل د مينې ټول جهان دركوو

خو كه خبره دې  په زور كړه نو خبر اوسه چې

غاښ به دې مات كړو د فرنګ پشان سوكان دركوو

 

كه دې رڼا راوړه نو دا مو ده وعده درسره

ځار به څانونه لكه تانه پتنګان دركوو

ته كه په مونږ ګوزار كوې نو ښه په ياد ولره

مونږ به در وړاندې خپل ټټر لكه سندان دركوو

 

په راكړه وركړه ښه پوهيږو خو دستور نه پريږدو

په يو خندا چې مونږ ګيډۍ ګيډۍ ګلان دركوو

كه دې ټګي راسره وكړه نو خبر اوسه بيا

چې به د ګټې پرځاى ګورې چې تاوان دركوو

 

كه مو ميلمه شوې زمونږه كلي زمونږ كور ته راغلې

ستا د ساتلو لره مونږ تكړه زمريان دركوو

كه يرغلګر شوې ، دې انګړ باندې راوااوښتلې

بيا دې چاره دا چې داړونكي شرمښان دركوو

 

نو كه راځې دې لارښونو سره سم راځه

بيا به د مينې په نوم تاله مجنونان دركوو

ددغه هر هرڅه تر څنګ به تاله مونږ پښتانه

نور خو لا څه كړې د رحيم غوندې جانان دركوو