ویر

په لر مو وژنی او په بر مو وژنی

کوټه کابل او پیښور مو وژنی

خدای خبر ولی او دچا په لمسون

داخونړی، سړی د سر مو وژنی

پس د اوږدو شپو مو رڼا لیدلی

دغه بدمرغه سپین سحر مووژنی

 سړی خو پریږده دوی مو ښځی کوچنیان

ستوری سپوږمۍ وړانګی د لمر مو وژني

خدایه قهار شه دوی هادی نه منی

دا نا پیژانده چی ټبر مو وژنی

رحیم خبر کړی چی نغمی نه لیکی

رڼا د ذهن او شرر مو وژنی