څه ښکلې یوه شپه وه، د یارانو په دیره کې

ښایسته ګرمه میله وه، د یارانو په دیره کې

ټوکې وې بحثونه وو قیصې او مشاعرې وې

رنګینه سلسله وه، د یارانو په دیره کې

چې هڅې تیری نه شي دا څو شیبې د وصل

همدا مو اندیښنه وه، د یارانو په دیره کې

روڼ تندې، پراخه غیږه او اخلاص منه خندا

دا غونډه پښتنه وه، دیارانو په دیره کې

پاتې شه ، مه ځه ، وخت دې مونږ سره ډیره کم تیر کړې!

همدا یوه ګیله وه، دیارانو په دیره کې

بیا وخت رحیمه راغې چې یاران سره جدا شي

داڅه ترخه شیبه وه، د یارانو په دیره کې

 

هڅه مې کړې چې د جلال امرخیل سره په بلجیم کې کړې شپه د شعر په ژبه دخپل یاداشت پاڼو کې ولیکم ـ د ایمسټرډیم نه دبۍ ته د سفر پر مهال ۱ جولای۲۰۱۱