موسكا

نن بيا زما وطن ته خوشحالي ده په موسكا

په ځوانو اننګو كې  مې مستي ده په موسكا

سمسور به ېې باغونه شي غوټۍ به شي ګلونه

ماليار مې دچمن دې پسرلي ته په موسكا

له ډيرهجر نه پس زه او محبوب يو،يو ځاې شوي

ده وصل په سبا كه روښنايي ده په موسكا

چه هسكې مو شملې د شمله ورو شولې بيا

نن بيا زمونږ جرګو ته مشري ده په مسكا

كوي غريب رحيم هم په وياړ سره خبرې

دا ځكه چې يي غره افغاني ده په موسكا