مورې

مورې ستا دې لوړ مقام نه شم قربان

درواري مې شه له تانه ټول جهان

ګرانې مورې ستا عظمت ته مې سلام دې

ته ده لوړو عظمتونو يې نښان

پروادار زه دژوندون دستونزو نه يم

كه مې مل وي يو ملګرې ستا په شان

ما اخيستې هر قدم ستا په دعا دې

بريالې كړم ستا دعا په هر امتحان

هغه څه چې ستا ترپښو لاندې دي مورې

تري يي غواړم كه يې راكړي پاك سبحان

ستا سبق دانسانيت كړې كمال دې

ګنې زه رحيم به كله واې انسان