مروراشنا ته
اې مروره اشنا
اې زوروره اشنا!
ته چی دې ځان بيلوې
ما نه جانان بيلوې
ما به ازار کړې ګوره
يم به افسون ترګوره
ځکه خو وايم درته
زه په ژړا يم درته
ولی رحيم کړوې
ته خپل مجنون ځور وې
ای مروره اشنا
ای زوروره اشنا!
پريږده پخلا شه کنه
بيا مې اشنا شه کنه