شكردې خدايه
شكر چې پښتون دې زيږولې يم
غيږكې دميړانې لوبولې يم
ماته چې پښتو دې راښودلې ده
زه دې پرې سرلوړې ګرځولې يم
بيا دې د غيرت احساس زما كړلو
زه دې غيرتو ته هڅولې يم
كله چې شيبې دازميښتونو وي
زه دې ازموينو ته ساتلې يم
چا چې ديرغل قدم جګ كړې دې
زه دې ورته مخ كې ودرولې يم
څه چې په خوله واي اغيار واي دې
زه يې په تاريخ كې ښه ليدلې يم
لاړ شۍ په پيړيو نظر واچوۍ
زه پكې ترتله ځليدلې يم
څومره چې نړۍ ته مې نظر كړې
زه رحيم يې شكر ته اړ كړې يم
۰۱ دسمبر ۲۰۰۶، د تهاي ليند د بينكاك ښار