دلته هر بوټې د بل سره يو كيږي

نارنج هم مو په انار كې پيونديږي

د هيواد مو يو عجيبه شان فضا ده

تورې شپې پكې رڼا سره مل كيږي

يو پرون پورې كافر او بل اشرار وو

نن ديو جومات په صف كې ليدل كيږي

يو مو وينې تويولې چې بل مات كړي

نن مو واړه فاتحې ته راټوليږي

په خپل عقل هم شكمن شم چې خبر شم

بسم الله اوس په جامونو ويل كيږي

باور نلرم په خپلو رڼو سترګو

سپين رښتيا هم سوچه دروغ راته ښكاريږي

د مشتاق رحيم ساده هيواد وال ګوره

دوي د يو سوړي نه بيا بيا چيچل كيږي

پنجشنبه اپريل ۵، ۲۰۰۷

د بي بي سي په ويبپاڼه كې د متحده جبهې د جوړيدو د خبر په لوستو