اې كاش زه پسرلې وې په ګلونو تلې راتلې

او يا زه خوشحالۍ وې په غمونو تلې راتلې

سندرې به وې جوړې نغمې د محبت هم

كه غږ زه دشپیلۍوې په شعرونو تلې راتلې

الفت الفت به شور وو،نعرې به وې د مينې

كه چيرې محبت وې او په زړونو تلې راتلې

رحيم به بيا ليكل كړل، د پند او لارښونې

كه زه ښكلې احساس وې، په فكرونو تلې راتلې