07.03.2010
- نورمحمد سعيد
ياد
چې شپه ورغوی خلاص کړي
ورباندي کيږدي ډيوه ګۍ دسپوږمۍ
ويړه شي پاکه مينه ناکه رڼا
ويلې شي توی شي دلوی سيند غيږې ته
تاندې پيغلوټې پلوشې دسپوږمۍ
دسيند څپو سره اتڼ واچوي
زه دخپل ذات ځنګله ته ننوزمه
نو ته را ياد شي دعمرونو ياره
زما دستړيو او بې وسه شيبو
دلاس نيوي ملګريه
دلته نو شپه هم نوک نيولی شي
سوکه تيريږي
دغه شيبه وي چې ځان خپل وګڼم
ژوند هم رابيرته شي
مسک...
15.03.2010
- نورمحمد سعيد
دفلسطين ملي شاعر محمود درويش
محمود درويش دفلسطين ترټولو مخکښ شاعر بلل کيږي .دشاعري ترڅنګ په ادب او ژورناليزم کې هم درويش ډېر نوم وګاټه خو نړۍ يې دفلسطين دشاعر په توګه پيژني .ځيني خلک يې دفلسطين ملي شاعر هم بولي .په 1962 م کال چې محمود 22 کلن وو لومړۍ شعري ټولګه (دزيتون پاڼې) يې چاپ شوه.ددې ټولګې له چاپ کيدو وروسته ډېر مشه...