ياد

چې شپه ورغوی خلاص کړي

 ورباندي کيږدي ډيوه ګۍ دسپوږمۍ

ويړه شي پاکه مينه ناکه رڼا

ويلې شي توی شي دلوی سيند غيږې ته

تاندې پيغلوټې پلوشې دسپوږمۍ

دسيند څپو سره اتڼ واچوي

زه دخپل ذات ځنګله ته ننوزمه

نو ته را ياد شي دعمرونو ياره

زما دستړيو او بې وسه شيبو

دلاس نيوي ملګريه

دلته نو شپه هم نوک نيولی شي

سوکه تيريږي

دغه شيبه وي چې ځان خپل وګڼم

ژوند هم رابيرته شي

مسکی شي راته

 

نورمحمد سعيد 2010-03-06