دفلسطين ملي شاعر محمود درويش

محمود درويش دفلسطين ترټولو مخکښ شاعر بلل کيږي .دشاعري ترڅنګ په ادب او ژورناليزم کې هم درويش ډېر نوم وګاټه خو نړۍ يې دفلسطين دشاعر په توګه پيژني .ځيني خلک يې دفلسطين ملي شاعر هم بولي .په 1962 م کال چې محمود 22 کلن وو لومړۍ شعري ټولګه (دزيتون پاڼې) يې چاپ شوه.ددې ټولګې له چاپ کيدو وروسته ډېر مشهور شو ددې ټولګې دوه نظمونه (پيژند پاڼه )او( پاسپورټ ) خو يې ډېر زيات مشهور شو.محمود درويش د1941 م کال دمارچ په 13مه په بيروت کې وزيږده .اسرائيلو په 1948 م کال دفلسطينيانو 416 کلي وران کړل دمحمود کلی هم له دغو کليو نه يو و.له دې وروسته دمحمود کورنۍ لبنان ته کډواله شوه .کال وروسته محمود په پټه لار بيرته خپل هيواد ته ستون شو .ځوان محمود درويش څو ځله اسرائيلو ونيو او په بندې خانه کې يې واچاو .جرم يې داپه ګوته شو چې داسرائيلو په ضد يې په لوړ غږ نظمونه ويل او يا داچې په خپله خاوره داسرائيلو له اجازت نامې پرته ګرزيده .په 1970 م کال تبعيد شو او په عمان کې يې دعربي اخبار AL –KARMAL  مشرتوب په غاړه واخيست .په 1996 م کال شپږويشت کاله وروسته خپل هيواد ته دبيا ستنيدواو دخپلې کورنۍ دليدو اجازه ورکړل شوه .هيواد ته دستنيدو پرمهال يې استقبال ته زرګونه فلسطينيان راټول شوي وو.دمحمود درويش دشعرونو څلوېښت او دنثر اته کتابونه چاپ دي .په دوه ويشتو ژبو يې دشاعري ژباړه شوې ده .دلوټس ،لينن ،دفرانسې تر ټولو لوړ اعزازدجائزو  په ګډون يې بې شميره ملي او نړيوالې جائزې ترلاسه کړې دي .

که غواړئ ددې منلي فلسطيني شاعر په هکله لازيات معلومات ترلاسه کړئ نو دلته سر ورشکاره کړئ

 

http://www.mahmouddarwish.com