بي بي زره دشنوبنګو بوی رانه غی دکوچۍ په ټټر ناڅې دلونګو بوی رانه غی بي بي زره ړنګه بنګه دسپېرې صحرا ملنګه بي بي زره دډول لښته دګلونو پر سر څرښته بې بې زره ليونۍ وه په غمونو کې بې باکه په خندا او په سندرو يې چوه دسوي زړه تڼاکه بي بي زره بې سالو وه لکه رنګ په الواته وه په خبرو کې وه تيزه \په سندرو کې اوبه وه بي بي زره يوه شپنه وه له خندا نه تکه شنه وه چې باران به ښه زړه سوړ کړ دچنګښو به کورړی و لکه لښته تاويدله زړه يې يار پسي سوری و زه هم وړ وم هلک وم بي بي زرې نه به ورک وم دې به داسي نارې وهلې وه دسرې سدرۍ هلکه رب دي ديد راسره وکړه شنه واښه به يې کول زيړه غوا به يې لوشله منډه منډه زغله زغله يار ته يې سره خوله ورکوله په غمونو کې شريک و په ښادي به ګډېدلو څه دښې ورځې ياران وو په هيڅ رنګ نه بيلېدلو دخوبو مې وه ملګري راته ويل به بي بي زرې اوږد دزاڼو سيل به راشي ما به يوسي له تا لري ته به پاتي شې جانانه ډک خورجين خوږې سندرې اسدالله نيازی