غزل

نن په بلۍ  د سالو والې   نجلۍ پته نه وه

شايد چې ستورو ته به هم د سپوږمۍ پته نه وه

 

رښتيا هرچاوې اړولې په ټوپکو باندي

په ټول هيواد کې دثبات د شپيلۍ پته نه وه

 

چې پښتونخوا ته يې راووړ پخوا دامن پيغام

دسيند پر غاړه نن دهغې هيلۍ پته نه وه

 

چې زما زړه به يې په تتو څراغو پائيده

بيګاه په ټول غره کې دهغې کيږدۍ پته نه وه

 

په سپين څک وګرزيدم ډېر خو چا وهلې وله

اوس يې پر سر ستا دخم قدې څيړۍ پته نه وه

 

شيرمحمد زاولی ،پکتيکا شرنه