ډاکټر محمد ناصر فګار

۴/۱۰/۱۳۸۸

کابل وزیر اکبر خان

 ښاغلی څپه او د پنځو زامنو مور!

 

        تیره ورځ په افغان ادبي بهیر کې ګران اسمعیل څپه خپله یوه لنډه کیسه نقد ته وړاندې کړه چې ما ته یې  یوه ورځ وړاندې راسپارلې وه  اوغوښتنه یې  وکړه چې زه یې هم مطالعه او څه پرې ولیکم، دادې ما هم وغوښت چې سربیره پر نقد د لنډې کیسې پر تیوري باندې هم یو ځغلند نظر واچوم هیله ده ادبي تنده مو پرې ماته شي.                                                                

 

      د لنډې کیسې اهمیت په دې کې نغښتی  دی چې  انسان کولاې شي  په لنډ مهال کې یوه  واحده موضوع تر بحث لاندې ونیسي او خپلو مخاطبینو او ټولنې ته یې د لنډې کیسې په ځانګړو اسلوبو وړاندې کړي . دا  چې څپه صایب د پنځو زامنو مور کیسه یې څنګه لیکلې ده راځﺉ چې خپلې خبرې د کیسې له موضوع څخه پیل کړو:

۱ـ د کیسې موضوع :

 په کیسه کې د کیسې موضوع تر ټولو مهمه برخه ده ،ځکه چې که چیرې موضوع نه وي نو لیکوال به کیسه پر څه شي ولیکي همدغه موضوع ده چې لیکوال قلم راواخلي او کیسه پرې ولیکي او غوره به وي چې کیسه له همدغه جز څخه شروع کیږي  یعنې د کیسې پیل له موضوع څخه پیلیږي ،هر کیسه لیکوال مخکې تر دې چې قلم پورته کړي او د کیسې پر لیکلو پیل وکړي نو لمړۍ د موضوع په لټه کې وي ،مبتدې کیسه لیکوال زړو او کلیشه شويو موضوعاتو باندې لیکي خو تکړه لیکوال بیا د ابتدکار په هڅه کې وي او د نوې موضوع پسې ګرځي ،خو کومه موضوع ؟ د کیسې او په ځانګړې توګه لنډې کیسې دپاره او څرنګه موضوع د اهمیت وړ ده او پر کومې موضوع باندې دې کیسه ولیکل شي ؟

۱ ـ   د کیسې د لیکلو دپاره باید هغه موضوع را واخستل شي چې تر هر څه وړاندې نوې والې ولري ،باید تر دې وړاندې پر دې موضوع بل چا کیسه نه وي لیکلې او یا ډیره کمه او د ګوتو په شمیر لیکل شوې وي او کلیشه وي بڼه یې نه وي خپله کړې،لکه نن سبا چې د کوکنارو او یا هیروینو په اړه ډیرې کیسې او یا د کلي د خان او د ملک د جاګیر او  راج کولو موضوع او یا د ملک او کوم سپین ږیرې لخوا په زوره  د جنیۍ واده کول  او داسې نور...  

۲ـ  د کیسې موضوع باید جالبه او زړه راښکونکې وي  ، یوه داسې موضو ع وي چې  د خلکو د روحیاتو او نفسیاتو سره تړاو او نژدې والی او ولري او لوستونکي ترې خوند هم واخلي.

  ۳ـ  د کیسې موضو ع باید داسې موضوع وي چې زماني اړتیا ورته ولیدل شي  ،په دې معنی چې دوخت ضرورت وي، خلک او ټولنه ورته اړتیا ولري او په همدغه مهال کې دغه موضوع د خلکو پر ژوند  او چاپیریال مثبته او یا منیفی اغیزه اچولې وي او یا کیداې شي چې یوه پیښه  د یوې بلې پیښې لامل شي چې اوس نه پر سترګو کیږي او کیداې چې په راتلونکو کې رامنځ ته او د ټولنې د حالاتو  د بدلون لامل شي ؛ د خلکو د خبرولو او ويښولو په موښه  پیشبیني شي اویا دا چې موضوع په ټولنه کې موجوده وي خو خلک ترې خبر نه وي او یا اهمیت نه ورکوي اوهمدغه ځانګیړنه کیسې ته د تحلیلي کیسې بڼه ورکولای شي .

   نو که چیرې د پنځو زامنو مور کیسې موضوع ته پام وکړو همدغه شان موضوع یې را اخستې ده چې ښه موضوع ده ، ګرچه  د پیښدو له مخې نوې پیښه نه ده ځکه چې له پیړیو راهیسې انسانان د حرس او بخل ښکار شوي دي او یا د مور او پلار له خدمت څخه بې برخه شوې دي اویا د بد او نیک شګون منندوې دي  خو دلته په یوه نوې بڼه کښل شوې ده چې د یوې قوې کیسې دپاره یوه قوي موضوع بلل کیداې شي چې زما خوښه شوه!

۲ـ د کیسې نوم :

هر موجود بیاید ځان ته ځانګړی نوم ولري ،دغه نومونه که چیرې د نورو  لخوا ایښودل کیږي نو د مربوطه شي د ځنو ځانګیړنو له مخې ټاکل کیږي مثلا کچیرې زمونږ په ټولنه کې څوک ډیر چاق اوغټ او یا همدارنګه قوي او غښتلی وي نو هغه ته خلک پهلوان وايي اویا ډیر زړور وي نو زمری وغیره بل کیږي نو آیا  د کیسې دپاره باید کوم ډول نوم غوره شي ؟ هغه باید دغه شرایط پوره کړي :

    ۱ـ نوم باید لنډ وي

۲ـ په نوم کې یو ډول تلوسه پرته وي

۳ـ  او همدارنګه د  کیسې د محتوی سره دې تړا ولري!

راځﺉ  د پنځو زامنو مور د کیسې نوم ته ځیر شو :

  ددې کیسې نوم لږ شانتی اوږد دی ،مګر د کیسې سره تړاو لري خو تلوسه په کې نه لیدل کیږي .

۳ـ د کیسې پیل :

د کیسې پیل په ځانګړې توګه د کیسې اوله جمله باید زړه راښکونکی او له تلوسې ډک وي تر څو وکولاې شي چې لوستونکي جذب کړي او د کیسې منځ ته لاړ شي ، خو په دې کیسه کې اوله جمله او پیل یې چندان کشش نه لري زما په نظر که پیل یې داسې واې نو ښه به واې :

   د کور دروازه مې خلاصه کړه ،یودم مې نظر د ماشومانو پر مور ولګید چې را منډه یې

کړه

ـ راغلې!؟

غونی مې ځیږ شو!

ـ هو ولې خیریت خو به وي ؟!

هغه له  خندا شنه شوه

ـ ولې دومره وارخطا شوې مه ډاریږه هیڅ خبره نشته  ته راشه چې یوه پیاله چاې درته کیدم(کښیږدم)

شااوخوا مې نظر واچاوو ماشومانو مې هم د جامو په راټولو بوخت وو،ومې لید چې چای یې راوړ ویې وویل :

ـ رښتیا د مور پوښتنه خو به دې کړې وه کنه!

ـ ټکان مې وخوړ څه شﺉ مور ؟ ولې م ـ م ـ مور مې ...

زما خبره یې ونیوله

ـ نه نه مور جانه جوړه ده خو...

ـ خو څه!؟

او داسې نور...

۴ـ ډیالوګ :

ډیالوګ او یا مکالمه هم په کیسه کې دمالګې هیثیت لري ، که په کیسه کې ډیالوګ نه وي نو کیسه به یک نواخته او ستړې کوونکې وي خو ډیالوګونه باید هم د کرکټر د سویې او خصوصیاتو سره هماهنګي ولري ،باید لنډې وي  او همدارنګه هر تورې دې  پر خپل ځاې وکارول شي او په ځانګړې توګه د لنډې کیسې هر یو تورې دې باید یو مفهوم او معنا وړاندې کړي ،مګر ډیر او څو پرلپسې دیالوګونه باید رانشي دا ځکه چې له لوستونکي څخه د کیسې تړا او موضوع ورکیږي ، د پنځو زامنو مور
په کیسه کې هم ډیالوګونه ښه دي،لنډ دي،او د هر کرکټر د سوې او حالت سره هماهنګي لري، او ژبه یې هم خوږه ده.

 

۵ـ کرکټر یا شخیصت:

 د انسان دایمی او همیشني کړنو ،خصوصیاتواو عادتونو ته شخصیت ویلای شو، په لنډه کیسه کې باید د کرکټرونو درې ګونې اړخونه په نظر کې ونیول شي چې عبارت دي له

الف ـ خارجی اړخ:

دا اړخ د کرکټر یا شخصیت ظاهري بڼه څرګندوي چې آیا زمونږ کرکټر هلک دی،جینۍ ده ،زوړ دی او که ځوان او داسې نور...

ب ـ داخلي اړخ :

د کرکټر نفسیاتی بڼه او فطرت څرګندوي چې آیا زموږ د کیسې کرکټر کوم ډول آند لري ،د کومې مفکورې اوعقیدې خاوند دی، دخپلې ټولنې او خلکو او یا د نورو آشیاوو په مقابل کې لید لوری یې څه دی !

ت ـ ټولنیز او اجتماعي اړخ:

   دلته باید جوته شي چې کرکټر په ټولنه کې کوم موقف لري آیا ډاکټر دی ،بزګر دی او که خیاط وغیره

 دغه درې اړخونه موږ باید د تصویر او انځور په واسطه ترسیم کړو ، تر ټولو لمړی دا مهمه ده چې راوي اویا د کیسې لیکوال د خپلې کیسې د کرکټرونو ټولو خوا سره بلد وي،خپل  کرکټرونه باید داسې وپیژنی لکه یو نژدې ملګری چې د ملګري په ټولو خصوصیاتو بلد وي او بیایې نورو ته د کیسې د ضرورت او اړتیا له مخې انځور کړي دا نه چې د نانځکو په څیر بی روحه وي او د راوي یې هاخو اودیخوا کوي ،بیا پخپله روح ولر ي،ژبه ولري،حس او درک ولري او د ستونځو او پیښو په مقابل کې عواطف څرګند کړي .

همدارنګه په داستان ،فلم او سناریو کې د ونډې اخستنې له مخې کرکټرونه په درې ډلو ویشل کیږي چې عبارت دي :

الف ـ مرکزي نقشونه  :

 دغه کرکټرونه  اتل ،اتله او یا هیرو بلل کیږي معمولا یو یا دوه کسان وي ،د کیسې موضوع  د همدغو کرکټرو پر ژوند څرخی او دوې د کیسې اصلي شخصیتونه دي چې د کیسې تر پایه رول لوبوی مثلا د فلم هلک اویا د فلم جینۍ وغیره

ب ـ supporting actors :

 دغه کرکـرونه د موضوع او د کیسې په پر مخ بیولو کې مرسته کوي او د کیسې تر نیمایي اویا کیداې شي تر پایه هم وي مثلا: د اتل ورور،پلار ،او یا نژدې ملګرې چې دمعاون اتل نقش لوبوي اویا د اتل دښمن وغیره

ت ـ Extra actors:

دغه کرکټرونه هم په کیسه کې یوه ونډه سرته رسوي خو دوې ډیر کم لیدل کیږي کیداې شي چې د یو ځل او یا د یوې شیبې دپاره څرګند شي مثلا په یو هوټل کې د هوټل شاګرد یا ګارسون چې د ډوډې مینو راوړي او یا میز صاپي کوي او یا د مظاهرې یوانځور چې زرګونه کسان ولاړ وي او شعارونه ورکوي.

    اوس راځو د پنځو زامنو مور کیسې ته ،دلته د کیسې له نوم څخه جوتیږي چې د کیسې اصلي او مرکزي اتله یوه مور ده چې باید ټکر،اوکمشکش  او پیښې او حالتونه د هغې په وجود کې انځور شي خو برعکس مور دیوې فرعي کرکتر موقف نیولی او زوې یې په ټوله کیسه کې د اصلي کرکټر په توګه څرګندیږي چې مونږ ته د راډیو د ویاند په څیر تشریحات ورکوي او کیسه یې کمزوې کړیده ښه به دا واې چې مونږ یې  د متاثرې مور له عاطفې،دهغې په ‌ذهن کې زیږیدلې کشمکش  او  ټکر څخه خبر کړي  وای خو دلته بل کرکټر مونږ ته د ترجمان په څیر مونږ سره مرسته کوي   .همدارنګه لڼده کیسه د ناول په خلاف باید ډیر کرکټرونه ونه لري  او د ګوتو په شمیر وي بیاید دومره ګڼ نه وي چې موږ وار خطا کړي لکه څنګه چې په دې کیسه کې زیات شوي دي  .

۶ـ تصویر اویا انځور:

   انځور هم کیسه حقیقت ته ورنږدې کوي او کیسې ته فطري بڼه ورکوي ،راوي له مداخلې څخه ژغوري او حالات په ښه بڼه معرفي کوي خو په دې شرط چې تصویر نه هغومره زیات وي چې اصلي موضوع  تر سیوري لاندې راولي او نه دومره کم  وي چې په سترګو ونه  لیدل شي ، دلته د پنځو زامنو مور په داستان  هم تصویر ډیر لږ لیدل کیږي او پیښې یې د روایت په توګه وړاندې شوي دي مثلا په یو ځاې کې داسې وايي: مونږ پنځه  ورونه یو ،هر یو ورور ځان ځان ته کور لری خو په دې پنځو کورونو کې زمونږ د مور ځاې نشته اوداسې نور...

۸ـ تلوسه یا suspense:

  تلوسه هم د کیسې هغه جز دی چې کیسې ته روح وربخښي ،لوستونکي اړباسي چې کیسه په نیمایی کې پرینږدي او تر پایه یې ولولي خو دغه تلوسه د غوټې څخه زیږیږي چې د پنځو زامنو مور په کیسه کې هم یو څه اندازه تر سترګو بریښي چې هغه د مور لټون او پر هغې باندې د کومې پیښې اوتحول د رامنتځ ته کیدومعلومول دي خو د ځنو ډراماتیک موقفونو د کم شتون له وجهې یې خپل قوت له لاسه ورکړی دی.

۹ـ په لنډه کیسه کې د زمان او مکان بدلون:

    د ناول او لنډې کیسې په توپیرونو کې  داهم شامل دي چې په ناول کې مونږ کولای شو چې له یو زمان څخه بل زمان ته او یا له یو مکان څخه و بل مکان ته د درویو ستورو او یا څو ټکو پواسطه واوړو خو په لنده کیسه کې دا کار یو عیب ګڼل کیږي چې په دې داستان کې نه دی مراعت شوی او د ناول په څیر له یو زمان او مکان څخه وبل ته اوختې ده.او همدا رنګه فلش بیکونه پکې ډیر زیات دي، هغه هم د روایت په څیر چې تلوسه پکې نه لیدل کیږي ( فلش بیک  د داستان او فلم هغه صحنې ته ویل کیږي چې یو کار مخکې سرته رسیدلی وي خو مونږ ته اوس انځور کیږي ا و کرکټر یې د خیال په څیر ویني او یا وریادیږي )

۱۰ـ پیښه او حادثه:

   همدغه پیښه ده چې ټکر ایجادوي خو باید پوه شو چې کومې پیښې او ستونزې کولاې شي چې یو ټکر رامنځ ته کړي او کرکټر فکر کولو ته اړین کړي ؟

هغه ډراماتیک موقیفونه دي چې ټکر رامنځ ته کوي د مثال په ډول که یوه ټولګي کې ناست ووسو او استاد راشي نو دغه پیښه ځکه ټکر  او کشمکش نشي زیږولی چې دا یوه عادي پیښه ده او تل داسې پیښیږي خو که د استاد په ځاې یو انتحاري په منډه او ساه نیولی  راننوځي نو دغه پیښه یو ډراماتیک موقف دی ،ټکر او فکر زیږولی شي مثلا په دې کیسه کې د توقع په خلاف هغه انګور چې خپله خواښی یې په زوره له کوره شړلې وي او هغې ته په خپل کور کې ځاې ورنکړي او ځنې  نفرت ولري ناببره د خاوند له راتګ سره  د دروازې له خلاصیدو سره سم وپوښتي چې د مور پوښتنه خو به دې کړې وه که نه ،او یا ووايي چې پوښتنې ته یې ورشه نو دا یو ډراماتک موقف دی چې کولای شي د کرکټر په ذهن کې یو ټکر ایجاد کړي خو د نویو جامو اغوستل په دغه ځاې کې  لږ غوندې بې خونده بریښي او همدارنګه ځنې ځایونه یې اضافي راغلي دي  مثلا په یو ځاې کې له ورور څخه مرور حالت څخه یادونه کوي فکر کوم چې په دغه لنډه  کیسه  کې او په دغه ځاې کې ددې خبرې یادولو اړتیا نشته دغه شان پیښې به واقعت ولري خو ضرورت نه، هسې کیسه پرې اوږدیږي او یو بل شﺉ د کیسې خوند زیاتوي هغه د پیښو د پیښدا زمان وي که هره پیښه جاري حالت ولري نو لوستونکي پکې ځان شریک ګڼي فکر کوي چې دوې هم په همغه  ځاې کې موجود دی او یو رول لوبوي ،د یو خاص کرکټر رول لوبوي ، او د هرې پیښې سره یو ځاې حرکت کوي خو په دې کیسه کې ډیرﺉ داسې ځایونه دي چې تیر حالت ښايې مثلا داسې وشو ،داسې شوي ، فلانی مې له کوره شړی و او داسې نور ، تاسې اوس دې مثال ته پام وکړﺉ که یو څوک ووايې چې شفیق چا په چاړه وهلی و آیا دغه جمله به  ډیر خوند اوتلوسه لري او که داسې وویل:

      شفیق په رپاند غږ وویل:

ـ نه زه به هیڅکله هم هارونه ته په ډوډۍ کې زهر وانه چوم،دا سمه ده چې زه یې آشپز یمه خو هغه راته د پلار هیڅیت لري،زه دا کار نشم کولای

غورځنګ غاښونه وچیچل ، چاړه یې راووستله او په تنده لهجه یې وویل :

ـ اوس به دې خوښ شم،ستا دومره جرات چې اوس ماسره ډغرې وهي!

د شفیق رنګ والوت،شونډې یې اوچې شوې ،لاړې یې تیرې کړې اوپه  رپانده لهجه یې وویل:

ـ ګ- ګګوره ته ما نشې و- وژلی!

د غورځنګ سترګې سرې وي او په تیزه تیزه یې ساه اخستله  ، چاړه یې د شفیق پر ستونې کیښود او ... او داسې نور

حتما به وایاست چې همدغه حالت ډیر کشش او تلوسه لري نو هڅه دې وشي چې پیښې جاري حالت ولري تر څو کیسه کې تلوسه ،خوند او قوت زیات شي .

 

۱۱ـ اوج یا climax :

    اوج هم د کیسې د پیښو ، هیجان او د بحران نهایی حالت دی مثل که مونږ یوه تیږه د هوا پر لوري وارتوو نو په هوا کې اوړي او را اوړي او تر هغه ځایه رسیږي چې څومره قوه وارده شوې وي او تر هغه وړاندې نشي تلای نو هماغه آخري نقطه یې د اوج نقطه ده او په کیسه کې  همدغه ځاې دی چې غوټه خلاصیږي او کیسه پاې مومي خو ښه او قوي اوج هغه اوج دی چې د لوستونکي احساسات هم راوپاروي که تراجیده کیسه  وي نو که دلوستونکو له سترګو اوښکي نشي تولوی حد اقل  د هغوې د زړا درزا دې زیا ته کړي او یا که کومیکه کیسه وي نو هغوې دې دومره په کړس وخندوي چې د شاوخوا ناستو ملګرو پام ورواوړي خو په هر صورت  په دې کیسه کې هم کیسه د اوج یوه نقطه لري چې  بد اوخراب اوج ورته نشو ویلای .

۱۲ـ پیغام:

     پیغام د هنرمند اصلي موښه او رسالت دی چې خلکو ته یې د خپل هنر پوسیله  وړاندې کوي په کیسه کې هم باید پیغام موجود وي او د بې پیغامه هنر مثال د هغې خواړه په څیر وي چې خوند لري خو وجود ته انرژي نه ورکوي ،په هر صورت په دې کیسه کې هم یو پیغام پروت دی ځکه چې دلته د مور د ښه نیت او پر خداې باندې د باور لرلو،د سپیڅلتیا او رښتینولی ثمره او نتیجه  څرګندیږي خو دا پیغام به هغه وخت تر دې هم  قوي پیغام واې چې د ګناه او اشتبها مرتکبین دې د خپلې ګناه بده نتیجه لیدلې واې او یا له خپلو کړو څخه توبه ویستلې واې حال دا چې دلته کرکټرونه تر اوسه هم د فریب وزرې پړقوی او د میږې په خاطر مور ته بلنه ورکوي نو دغه بدلون  که د کرکټرونو په وجود کې هم  مثبت بدلون وای ښه به واې ځکه چې ما مخکې هم یادونه وکړه چې لوستونکي د یو کامیاب داستان د مطالعې په جریان کې ځان کرګټر بولي نو د داستان پیغام به هله کامیاب وي چې د داستان دداخلي کرکټرنو په ترو خارجي کرکټرونه چې هغه لوستونکي دي هم بدلون ومومي او یا د بدلون اندیشه او څرک په کې وبریښي!

۱۳ـ پاې :

     پاې هم د پیل په څیر ډیر د اهمیت وړ جز دی حتې ځنې وايي چې تر پیله دې هم باید قوي وي ،خو د پيل ځاې دې باید وپیژندل شي ،ځنې کیسه لیکوونکي شته دي چې کیسه یې پاې ته رسولي وي خو نه پوهیږمه چې څه دپاره یو څور نورې جملې هم ور پورې پیوند کړي او خپله ښه کیسه بې خونده کړي ،په کیسه کې د پاې ټکی د اوج ټکی او هغه ځاې دی چې غوټه خلاصیږي، کله چې غوټه پرانستل شوه نو په کیسه کې تر هغه وروسته نورې کرښې داسې دي چې ګویا په سروزرو کې مس پیوند اویا ګډ شي  خو ښه پاې هغه پاې ده چې د لوستونکي د توقع او انتظار په خلاف وي ،ټکان ورکوونکي وي او د هغوې له خولې څخه د آخ توری راووځې چې د اڅه وشول خو په دې شرط چې منطقي شتون ولري او هغوې پرې هم قناعت وکړي او ووایې چې هو دا هم کیداې شي.

    دغه کیسه هم کیسه په ښه ځاې کې پاې ته رسیدلې او لیکوال خپل قلم په ښه ځاې کې درولی دی ځکه چې همدغه د اوج ځاې دی او غوټه هم په  همدغه ځاې کې خلاصه شوې ده .

ستاسو د بریاوو په هیله

مننه