زړه کېسه او نوې کېسه ليکوال :نورمحمد سعيد دتاریخ په پاڼو کې له ويړو پرتو کيسو نه یوه کيسه څه په داسي ډول ده،چې وائې په فرانسه کي یو ښار و ،چې ورسائې یې باله په دې ښار کي یوه ورځ بې شمېره وږي، تږي لوڅ لغړ،خلک راټول شوي وو.اوله چارواکو نه یې غوښتل چې نور نو ددوئ دصبر کاسه ډکه شوي ده اوباید دخوړو او څښاک غم یې وشي ،او که نه حکومت باید خپله شړۍ ونغاړي.چارواکو ددې په ځای چې دخلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي له یوه بل نه دا پوښتنې کولې چې دابدرنګ خلک له کومه راپيدا شوي دي ،او باید په څه توګه له دې ځایه ورک شي . یوه وزېر ،چې نومن نومیده دچا ددې پوښتنې په ځواب کې چې ددغو خلکو دلوږې او بې وزلي د ختمولو په موخه باید څه وشی ،وویل (فرانسه له وښو ډکه ده ،خلک ولي واښه نه خوري ؟ .خلک بدې ورځې په سر اخستي وو،د نومن سلا یې ونه منله. نوبله خوا حکومت هم په خپله بې حسي کي تر غاړې خښ و.چې په پای کې د۱۷۸۹ م کال دجولایی دمیاشتی په څوارلسمه نيټه دغه وږي تږي خلک دورسائی په ماڼیو وروختل، سره او سپین نازولي چارواکي یې یو یو له تودو بسترو را ايستل ،او مرۍ یې ور پرې کولې.نومن هم په ګوتو ورغی ،ډېر واښه یې راټول کړه ،په خوله کي یې ور واچول او په دار یې ځوړند کړ.اوس چې سړی دکابل نویو ،رنګینو،او په لویو لویو سیمټی دیوالونو کي کلابندو قصرونو ته ګوري ،او یا په دغو ماڼیو کي مېشت سره سپین خلک وینئ ،چې له خپل محل سره په خوا کی په خټینو کورونو کي اباد خلک ورته حشرات ښکاري ،نو خدای خبر ولي سړي ته دفرانسې په ښار،ورسائې کي دوه سوه شل کاله پخوا پېښه شوي کیسه ور په یاده شي. کله چې سړی ددې ښار په واټونو داسي زرګونه خلک ووینئ چې دغاښونو دپاکولو کریم ګرد سره پېژنې نه ،اوبیا دټېلوزن په پرده داختر په شپه په یوه عصري سپر مارکیټ کي دولاړو ښځو او نارینه وو خبرې واوري چې داختر په کالو او دسینګار په سامانونو دیو لک نه واخله تر یونیم لک افغانیو دلګښت حال وایې ،نو خدایزده ولي دفرانسې دهغه وخت دوزېر نومن نالیدلی څېره دسړي تر سترګو سترګو کیږي.او داسي برېښی لکه داچې دنن دکابل دنازولو خبرې نه وې بلکه سړی د نومن پیغورونه په خپلو غوږو اوري.کله چې سړی دژمي په یخني کي دلوی او لامده سړک په وچ مینځ کي په څېری برکه کي ناسته سپین سر ښځه ووینئ چې سوال ته یې لاس اوږد کړی وي ،او په څنګ کي یې دیولکو ډالرو په موټرو کي ناست سره او سپین خلک چې دموټرو تودې بخارۍ یې چالانې وي ،اودبدن دحرارت دنورمال ساتلو لپاره له انرژي ډرنک نه یو یو غوړپ کوي ،دموټرو له ټایرونو نه په سوالګره بوډۍ خټې وربادوې او په غورکې تېرېږي وګورې .او یا هم دکابل دودونو په قصرونو کي هغه پرېمانه خواړه ووینئ چې لږ لږ یې دواده ګډون کونکي ځینی ورواخلي او نور دکچرې ډېرانونو ته غورځول کیږی، او بیا دروژې په ماښام دکابل په یوه جونګړه کي دمېشتې کونډې په لاس کي هغه لوښی وویني چې د لسو یولسو کورونوله دروازو ټکولو نه وروسته ېې ایله دومره خواړه پکي راټول کړي وي چې یو بچی یې په مړه خیټه وخوري،نو نه پوهېږم ولي دانسان ددماغ په پرده دفرانسې دورسایې د نالېدلي ښار دوه سوه او شل کاله زاړه انځورونه تیت شي.خدای خبر سړی ولی په دې فکر کي ډوب شي چې که داتضاد ،نه کتنه ،اوبې حسي دغسي ورځ په ورځ کاواکه کیږی ،او بیا کومه ورځ له افغاني غچ اخستني سره مخ شي،نو څه به کیږي؟په ورسایی کي خو انقلاب راغلی و.خو دلته اوس انقلابونو په نوم اورېدو هم دخلکو بد راځي .هو!کوم انقلاب چې پاتي دی هغه دلیونتوب انقلاب دی او خدای مه کړه چې خبره تر دې ځایه ولاړه شي .ځکه دلیونتوب انقلاب بیا داسی دي چې دهیچا ګټې هم پکي خوندي نه وي ،بس دسرې اوردی ،وچ او لامده ګډ سوځي.