18.01.2010
- نورمحمد سعيد
زړه کېسه او نوې کېسه
ليکوال :نورمحمد سعيد
دتاریخ په پاڼو کې له ويړو پرتو کيسو نه یوه کيسه څه په داسي ډول ده،چې وائې په فرانسه کي یو ښار و ،چې ورسائې یې باله په دې ښار کي یوه ورځ بې شمېره وږي، تږي لوڅ لغړ،خلک راټول شوي وو.اوله چارواکو نه یې غوښتل چې نور نو ددوئ دصبر کاسه ډکه شوي ده اوباید دخوړو او څښاک غم یې وشي ،او که نه حکومت باید خپله شړۍ ونغاړي.چارواکو ددې په ځای چې دخلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي له یوه بل نه دا پوښتنې کولې چې دابدرنګ خلک له کومه راپيدا شوي دي ،او باید په...
25.01.2010
- نورمحمد سعيد
1371 لمريز کال و،مور مې ميرانشاه ته ولاړه چې تر څوارلسو کلونو وروسته خپل دوه وروڼه اودوې خوېندې ووينې .مور مې لانه وه خبره چې دواړو وروڼو او يوې خوريې لادمخه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي وې او بله خور يې په بل ښار کې اوسيده .
دلته په کابل تنظيمونو اور بل کړی و،زه هم ددغو اورونو په لمبو کې ايسار وم.يوه مياشت وروسته دمور له مرګه خبر شوم.او دګوليو په باران کې له کابله ووتم.پرمور مې يې دمهاجرو په هدېره کې خاورې اړولې...