له کزاکستان نه د(رويتر)په يوه راپور کي ويل شوي چې  دشپې ناوخته دکفن پلورلو يوه دکان ته غله ورغلل، او ددکان نوکر سېرېک سرسينبايوف يی تر هغې واهه چې بې هوښه يې کړ. اوبيا يې   په يوه تابوت کي بند کړ ،او تر هغې يي هلته بې هوښه ساتلی و ،ترڅو چې يي په دکان کي پیسې او نور قيمتي شيان لټول.دا ناوړه  پیښه  دکزاکستان پلا زمېنې الماتې ته په څېرمه ښار تېمېرتو کي رامنځته شوه .سېريک هاغه وخت د تابوت له بند نه خوشی شو کله چې سبا سهار د دوکان موټر چلونکي دکان ته راغی او دده چغې يې واورېدې .غلو دده له دکان نه د 13000 پونډو دارزښت شيان غلا کړه ، او تر اوسه پوري نه دي نيول شوي .