نن يې دنظر په مورګه ناست داسې دشک غبار

لکه شنه کنډو باندې راپورته شې غمبک غبار

 

پېښ چې په رقيب شو رنګ شو تيت دزړه ور اشنا

ښه جوت شي شپه کې بل څراغ ته دسړک غبار

 

قهر او سرخۍ يې په شدت اننګي ونيول

ګډ شول دګلابو په اوبو کې ځرورک غبار

 

هله به يو بل ته شو  ملګرو په ارزښت قايل

کله چې دفکر له هندارو مو شي ورک غبار

 

وجلانه !يار نه مرورېږه مه په نه کيسه

لوی فاصلې پيداکوي دغه نازک غبار

 

23 –غويي-1388