ژوند کان د شپو او ورځو

عجیبه سوداګر یم

په هیڅ باندې یې  پلورم

په تمه باندې پروت یم

اوږدې اوږدې مې هیلې

یوه هیله مې دا ده

چې اسمان دې هم لیلام شي

ټول په بیه باندې اخلم

مینه کرکه په کې کرم

چې دا شین غرور یې مات شي

ټوټې ، ټوټې ، توټې شي

او له خاورو لا بتر شي

 

محمد اسمعیل څپه