مشرف د یو بل ناکامه پوځې جنرال په توګه:

د ۱۲م د اکتوبر کال ۱۹۹۹ په شپه پرویز مشرف له وینې بهولو پرته د یوي دسیسي له لاری د چارو واګې په خپل لاس کښې ونیولی، هغه د پاکستان د بدلولو څلورم تکل وکړ، مشرف له هند سره د کارګل جګړه پیل کړه او چې کله پکښې ناکامه شو نو پړه یې پر نوازشریف ور واچوله او په دغه بهانه یې پر اقتدار قبضه وکړه، هغه پوه شوی وو چې سیاست دانانو ته ددوي فرصت په لاس ورغلې دی، هغه کولای شو چې د غیر جمهوري لسو کالو په جریان کښې د هیواد ټولنیزی او سیاسې شخړی هواری کړی او همدارنګه هیواد په اقتصادي توګه پر مخ بوځې، مشرف چې کله واک تر لاسه کړ نو خپله یی ماته وویل چې زه غواړم نااهله سیاست دانان او چارواکې سمې لاري ته راستانه کړم او دپوځ تر څارنې لاندی هیواد سمې لاری ته راستون کړم.

هغه دغه وړاندیز هم رد کړ چې زاړه سیاستمداران دی له هیواده پسې واخستل شې او دنویو ټولټاکنو پر مهال دی نوي نسل ته فرصت په لاس ورکړل شی ولې مشرف دغه خبره په دی اړینه ونه بلله چې په ځان غره وو چې دپوځ په ملاتړ به هغه دهیواد او اولس د نوي تشکیل لپاره پخپله پیل وکړای شی،دده د داخلې اصلاحاتو لنډیز په دی ډول وو:

- اقتصادې او انتظامې چاری له ولایاتو څخه ولسوالېو ته په اختیار کښې ورکول، چې له دی سره د صوبو(ولایتو) واک اختیار زیات کم شو او وروسته له دغه پالیسې نه صرف نظر وکړل شو

- د دولت په اختیار کښې ځینې تاسیسات شخصې کړل شول چې له کبله یې دولتې مالیه زیاته شوه                                                                                         - د حساب ورکونې ملې اداره یی جوړه کړه دغه اداره زښته زیاته بې باوره وه چې یو وخت یې په بشپړه ډول بنده کړه،

- د دولتې میډیا اجاره داری یې پای ته ورسوله او مطبوعات یې ازادي اختیارولو ته وهڅول، ولې د خپل اقتدار په وروستیو وختونو کښې یې په ټول هیواد کښې بیړنی حالت اعلان کړ او د مطبوعاتو پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړ،

- دلوړو زده کړو کمیټه یې ناپیلې کړه او نوي پوهنتونونه یې جوړ کړل

- په پارلمان کښې یې دښځو لپاره ځانګړی برخه وټاکله

- د حدود ارډیننس (شرعې قوانیو) پر وړاندې یې د هغو د اغیزو د کمولو دپاره د ښځو دخوندی توب په نوم نوي قانون منځ ته راووړ

- دترهګري پر وړانې یې اقدامات وکړل او د مذهبې ډله بازی پر وړاندې یې کلک ټولنیز دریځ خپل کړ، مګر د عمل په میدان کښې دغه هڅې بی اغیزی وی.

- د مدرسو د راجستر کولو هڅه یې وکړه او غوښتل یې چې مدرسو ته نوي تعلیمې نصاب ورکړي ولې دغه هڅه هم ناکامه شوه.

مشرف دا ډول د ملي شتمنیو د لیلام او د ولسوالیو په سطحه د نظام د تشکیل په اړه له ماهرینو سره د لارښودنې په موخه صلاح مشورو ته کښینوست.

 له دی وروسته هغه د رسنیو پر مخ نوري بندی دروازی هم پرانستی مګر په ۲۰۰۰م کال کښې یې محکمي د خپل امر تابع وګرځولي او نوي سوګند یې تری واخست چې په دی سره دوی خپله وفاداری له مشرف سره جوته کړه، دمشرف هغه کامیابې چې په عمومې او یا خصوصې توګه تری یادونه کیږی هغه دده هغه دریځ وو چې د مذهبې ډلبازیو پر وړاندې یې خپل کړې وو په دی توګه هغه د شیعه او سنې ډلو د وژونکو ډلګیو پر ضد قوانین وضعه کړل او دهغوي دزور ماتولو دپاره یې منظمې هڅې پیل کړی خو دغه ټولو اقداماتو مثبته پایله ځکه نه درلوده چې د بش د حکومت هغه جګړه چې دتروریزم پر واړاندې یې پیل کړې وه د مشرف د حکومت د زړه له اخلاصه نکړه تر سره  بلکه پاکستان په افغانستان او هند کښې د تروریستانو له روزلو هیڅ کله هم لاس په سر نشو.

له هند سره د خبرو اترو په مورد کښې مشرف ځینې لاری چاري تر لاس لاندی نیولی وی چې د اقتدار تر لاسه کولو وروسته دده په ذهن کښې وی، او له څو کالو وروسته هغه دپردی تر شا د کشمیر پر ستونزه باندی د خبرو لپاره لاره پرانستې وه، په دغه وختونو کښې په پاکستان کښې زما په خبرو کې دغه ټکې څرګند وو چې ځینې پاکستانې پوځې جنرالان د مشرف دغه فکر ته یو احمقانه اقدام وایې مګر هغوي په تمه ناست دی چې وګوري له دی خبرو څه جوړیږی او که نه؟

 که څه هم مشرف غوښتل چې پاکستان ته بیل رنګ ورکړی او ددي لپاره دده سره یو ځانګړی تصور (دترکیې ماډل) هم وو ولې دهغه ستونزه داوه چې په عملي کار نه پوهیده، هغه په دی ونتوانیده چې کارونه پرتله کړی او دهغوي دسرته رسولو دپاره افرادی قوت او مادې وسایل برابر کړی، هغه د صدارت پر چوکې ناست وو خو خوی بوي ېې هغه د جندرالې وو، هغه په عامه اړیکو جوړولو کښې ماهر وو مګر ددې کار د جزیاتو په عملې کولو کښې یې فعالیت کمزوری وو لنډه داچې دده ستره کامیابې هغه وه چې دا ټول کارونه یې دغسې پریښودل چې څنګه وو او ځان ېې تری خلاص کړ،

مطبوعات پر خپل طبیعت دومره وغوړیدل چې اوس په پاکستان کښې اتیا عدده ټلویزونې شبکې په فعالیت بوختې دی چې زیاتره یې غیر مسلکې دی، او دده تر ټولو ستره ناکامې داوه چې پاکستان ته د ور پیښودونکې آفت په مورد کښې یې لاپرواهې کړې وه او هغه وو د بینظیری قتل، دملګرو ملتونو راپور هغه په دې وژنه کښې په جزوي توګه دخیل بللې دی، د بینظیری شهادت پاکستان له یوه بااستعداده سیاستدان څخه که څه هم چې ځېنې کمزورې یې درلودې بې برخې کړ چې ورسره د پاکستان د راتلونکې په برخه کښې د امکاناتو نور کمبود هم ښکاره سو.

د افغانستان هغه جګړه چې په پاکستان کښې یې مقبولیت نه درلود او د عمومې نظر پوښتنې په هکله د هغه غلطې ستراتیژی دده منګولې پر اقتدار د ټنګولو په کار کښې کمزوری کړې چې ده فکر کاوه چې د وکیلانو او قاضیانو لاریونونه به بالاخره سر کښته کړې، له دریو کالو حکومت کولو وروسته ده د نورو تیرو شویو جنرالانو لکه ایوب خان او ضیاالحق غوندې غوښتل چې د خپل اخلاقې مورال د اوچتولو په موخه ځانته سیاسې ملاتړ پیدا کړی، چې دغو هڅو له ده سره هیڅ مرسته ونکړه.

د ۲۰۰۷م کال د مارچ په میاشت ده مشر قاضې افتخار چودری ور وغوښت او له هغه نه یې د دندي دپریښودو غوښتنه وکړه کله چې هغه نټه وکړه نو مشرف هغه برطرفه کړ،د پاکستان په تارېخ کښې دا لومړې وار وو چې له دغه پیښې وروسته د نورو پیښو یوه لړی منځ ته راغله چې په پایله کښې خپله د مشرف د زوال سبب شوه. له هغه وروسته د جولاېې په میاشت کښې ستري محکمې چودری بیرته پر خپله دریځ کښیناوه چې په لومړې سر کښې باید دا پریکړه صادره کړې چې مشرف په ټولټاکنو کښې د برخې اخستلو قانونې جوګه دې او کنه؟

 مشرف یو ځل بیا په نومبر ۲۰۰۷م کښې دستري محکمې ټول قاضیان او د پاکستان اساسې قانون وځنډاوه او په هیواد کښې یې د بیړنې حالت نفاذ اعلان کړ، مشرف په دې ټولو کړنو کښې بیخې یواځې وو ځکه چې په داسې کولو سره له ده نه مدني ټولنې، د وکیلانو سازمانونه او عام اولس ګوښه شوی وو، په ۲۰۰۸ کښې عمومې ناکراري پیل شوی، لاریونونه وو، دحکومت پر ضد اجتجاج غونډی او د وکیلانو د غورځنګ لپاره زښته زیات عوامې ملاتړ را منځ ته شوی وو.

په دغه لاریونونو کښې یو اتل را پیدا شو چې د پاکستان د پیپلز پارټې غړې او مدافع وکیل وو هغه اعتزاز حسن نومیده، اعتزاز حسن که څه هم د پیپلز پارټې غړیتوب درلود ولې په ګوند کښې دهغه مقام ډیر کښته وو د پارټې له مرکزي قیادت او ځانګړو کړیو سره یې نژدی ارتباطات نه درلودل، د وکیلانو په دی تحریک کښې د اسلام غوښتونکو جزباتو نه هم کار واخستل شو او د امریکا پر ضد له شعار ورکولو سره یې نور هم په پاکستان کښې مقبولیت تر لاسه کړ، له دی سره هم مهاله پر مشرف مرګونې حمله وشوه، دامریکا او لویدیځې نړی په سټراټیجېکې اهدافو هم حملې ترسره شوي.

 

پر نیویارک او واشنګټن د ۹/۱۱ د حملو وروسته یو بل پریکنده مقام مخې ته راغلې وو او هغه پخپله په پاکستان کښې وو، دا دپاکستان په مرکز کښې پر سره مسجد(لال مسجد) یرغل وو، پر دغه مسجد حمله د امریکا په اشاره نه بلکه د بیجنګ (چین) په اشاره ترسره شوه چې پاکستانې چارواکې او لوړپوړی مشران یې د ځان نژدې تیرونې ګڼې، دلویدیځ او هند په څیر چین هم په پاکستان کښې دمخ پر زیاتیدونکې ترهګري او دچین د بیلتون غوښتونکو مسلمانو پر روزنیزو کمپونو چې په پاکستان کښې فعال وو، سخت په ویره کښې وو، دچین سفیر په پاکستان کښې دیوي چینایې ښځینه پر تښتونې په ښکاره سخت غبرګون وښود چې تښتوونکو یې دسره جومات له ډلګیو سره تړاو درلود، له دغو ډلو څخه یې د ځینو ملاتړ پخپله ای ایس آی کاوه چې د پوځې هجوم په ترڅ کښې و ځپل شول د پوځ په وینا په دی عملیاتو کښې ۱۰۲ کسان ووژل شول ولې ازادو رسنیو دا مرګ ژوبله د ۲۸۶ او ۳۰۰ تر منځ وښودله چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل وو. د اسلام اباد اوسیدونکو ته اوس هم ددغه عملیاتو دقربانیانو د جسدونو د خرابیدلو بد بوي ور په زړه دی، له دی وروسته نوري حملې هم وشوي.

له دی وروسته پر پاکستان د امریکا د بی پیلوټه الوتکو پرله پسې ګزارونو په پاکستان کښې د امریکا او مشرف دواړو مقبولیت ته سخته صدمه ورسوله، د پاکستان له لوري هغه پوځې هڅې چې د افراطیانو پر ضد یې په خیبرپښتونخوا، اسلام اباد او پنجاب کښې پر لاره اچولې وی له ناکامي سره مخ شوی، د پوځ مورال او حیثیت ته زیان واوښت، او په ۲۰۰۷ کښې پرویز مشرف پوځې جنرالانو ته اعلان وکړ چې له پوځې مرکزونو بهر دې پوځې یونیفارم نه کاروي.

په پاکستان کښې منظم تروریستې بریدونو ښکاره رجحان نه درلود، په ۲۰۰۹م کال کښې دومره مرګ ژوبله نه وه شوی لکه تیر کال چې وشوه، په ۲۰۱۰م کال کښې په تروریستې بریدونو کښې زیات کموالې راغې ولې چې په تیر کال کې ټولټال ۱۰۵۱  پیښې ثبت سوی وی چې دمرګ ژوبلې تعداد یې ۲۶۷۰ تنو ته رسیده مګر په ۲۰۱۰ کښې دغه پیښې یواځې ۶۸۷ وی چې مرګ ژوبله یې ۱۹۱۵ تنه وو، په ۲۰۱۰ کښې ۵۲ ځان مرګې بریدونه وشول چې په ۲۰۰۹ کښې دغه شمیره ۸۰ بریدونه وو چې مرګ ژوبله یې زیاته درلوده.

ددغو تیرو کلونو د مرګ ژوبلې او بریدونو احصایې راښیې چې پاکستان په نړی کښې له افغانستان او عراقه وروسته په دریم نمبر دی، ځانمرګې بریدونه په پاکستان کښې د عکس العمل په توګه ترسره کیږی، په ۲۰۰۲م کال کښې یواځې دوه ځانمرګې بریدونه ترسره شوی وو، په ۲۰۰۸م کښې ۵۹ او په ۲۰۰۹م کښې یې شمیره تر ۸۴ پوری ورسیده، په ۲۰۱۰ کښې یې تعداد ۲۹ ته را کښته شو چې له ۲۰۰۵م را په دیخوا ترټولو کمه کچه ده، له دی سره سره په تیر کال کښې پاکستان تر ټولو ددغسې بریدونو زیات قربانې هیواد وو چې ۵۵۶ وژنې پکښې ترسره شوي چې لدی سره د ټولې نړی د چاودنو څلورمه برخه د پاکستان په نصیب شوه،ترټولو زیاتې حملې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت او قبایلې پښتون میشتو سیمو کښې ترسره شوی، چیرته چې پښتون د پښتون له لاسه مری، ولې تش په نامه پنجابې طالبان بیا دخپلو حملو هدف شیعه ګان، بریلویان، احمدیان او له دوي سره سره عیسویان هم ګرځوي.

یوه هندوستانې څیړونکې وویل چې په خیبر پښتونخوا کښې نه خو دپاکستان سختو عملیاتو او نه هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګزارونو د پاکستانې او افغانې پښتنو ارادی ختمې کړی او نه یې د پنجابې طالبانو نوغې وایستل.