پاکستان په ۲۰۱۱ کال کښی

 

پاکستان تر دغه نني حالته څنګه را ورسید؟ په بنسټیزه توګه د پاکستان د جوړیدلو موخه داوه چې د برطانوي هند د مسلمانو دپاره یو ځانته هیواد باید جوړ شې چیرته به چې دوي ځانته بیل ژوند ولري او د هندوانو له ظلم او زیاتې څخه په امان کښې وی، دا خبره تر یو بریده کامیابه بریښې ولې بیا هم دغه هیواد د هند تر نیمایې هم د کمو مسلمانو دپاره جوړ شو، د شمالې هند د منځنې طبقې مسلمانانو چې دپاکستان په جوړولو کښې ونډه درلوده وروسته ځان له هغو مسلمانو سره یوځای ولید چې دپاکستان جوړیدلو ته یی چندان زړه نه ښه کاوه، ځېنې مسلمانان خو په ښکاره د اسلام په نامه دیوه هیواد جوړونې مخالف وو.

د پاکستان له جوړیدنې وروسته په لومړۍ لسیزه کښې د پاکستان سترمارشال ایوب خان چې له هغه وروسته دپاکستان صدر شو د پاکستان د نوي تشکیل هڅه پیل کړه،ایوب خان غوښتل چې عامه نظم پیاده کړی، لارښود جمهوریت او دازاد بازار اقتصاد پر پښو ودروي،هغه کولای شوای چې په ضمنې توګه د سیاسې استحکام تر څنګ د ژر وده کوونکې اقتصادي چوکاټ رغاونه منځ ته راوړي ولې دده دغه ټولې هڅې په ۱۹۶۵ کښې له هندوستان سره د یوه کوچنې جنګ په پایله کښې په اوبو لاهو شوي، دده ځای ناستي دوهم پوځې جنرال یحی خان هم ونه کړل شول چې په هیواد کښې د مخ پر ودي انتشار مخه ونیسې، په دی حال کښې د ختیځ پاکستان (بنګلدیش) له لوري بغاوت پیل شو چې په ۱۹۷۱ کښې د هند په مرسته بنګال ازاد شو او زوړ پاکستان دوي ټوټې شو.

دپاکستان د نوي کولو دوهمه هڅه تر ډیر لږ وخت پوري غځیدلي پاته شوه، ددغه هڅې مشري د جادويې شخصیت څیښتن ذوالفقار علې بوټو په غاړه درلوده،هغه هڅه وکړه چې پوځې قوت تر خپل اختیار لاندی راولې، پاکستان په یوه اټومې قوت بدل کړی، د پاکستان دباندني او امنیتې پالیسیانې بدلې کړی،او د اسلام او سوسیالزم له ګډ تفکر څخه یوه اقتصادې تګلاره جوړه کړی، بوټو تر یحیې خان هم په ډیره بده توګه په خپل مقصد کښې ناکامه شو، بوټو د ضیاالحق د لاسه د دروغو په یوه قضیه کښې دلاس لرلو په تور په دار وځړول شو، ضیاالحق د چین او عربې نړی په مرسته او د امریکې د سرپرستې څخه په صرف نظر کولو سره دریمه هڅه وکړه چې په پاکستان کښې اسلامایزیشن را پیدا کړی او ژر تر ژره اتومې وسلې لاسته راوړي،د ضیا په وخت کښې د پاکستان زیاتې ښاری اداری او قضایې محکمې زیانمنې شوی، ضیا تر خپلو وړاندی تیر شویو زیات عیاره شخص وو، هغه خورا متعصبه او بنیادګر هم وو ولې هغه تر شا ډیر کلک جهاني ملاتړ درلود دغه ملاتړ ده ته د افغانستان د جهاد له کبله حاصل وو.

دضیا له مرګه وروسته له ۱۹۸۹ بیا تر ۱۹۹۹ پوری بینظیر بوټو او نواز شریف یو په بل پسی راغلل او غوښتل یې چې د جناح د افکار سره سم یو معتدل پاکستان په وجود راوړی، په اصل کښې په ۱۹۹۰ کښې د پاکستان د ښهری او کلیوالې ژوند تر منځ توپیر مخ پر زیاتیدلو شو، په ۱۹۸۰ کښې د پاکستان د پرمختګ درجه ۶.۵ وه ولې دغه احصایه په ۱۹۹۰ کښې ۴.۶ ته را وغورځیدله.

بینظیره او نواز شریف د پوځې مداخلته پرته په حکومت کولو کښې ناکامه شول،د پاکستان پوځ انګیرله چې دهیواد د ژغورنې یواځینې ضمانت پوځ ورکولای شی او دا چې همدا پوځ دهند له لوري په متوجه خطراتو تر بل هر چا ښه پوهیږی او همدارنګه له امریکا، سعودی او چین سره ښه غوړه مالې هم دغه پاکستانې پوځ په ښه توګه کولای شی، ۱۹۹۰ کښې نواز شریف او بینظیره یوپه بل پسې څلور ځله راغلل ولاړل، په دغه دوران کښې مطبوعات د پاکستانې دولت له سانسوره ازاد کړل شول، همدارنګه د ازاد بازار د اقتصادی پالسې را منځ ته کولو هڅې وشوي، ولې له دی هر څه سره په پاکستان کښې د مخ پر زیاتیدونکې مذهبې بنیادګري او له تیرو دیرشو کلونو را پدیخوا د پاکستان د کمزورو پرزو د سره را یوځای کولو چاری سرته ونه رسیدی، په دوي دواړو کښې یو هم په دی کښې کامیاب نشو چې ملکې میدان له پوځه خالې کړی چې په دغه وخت کښې تر ټولټاکنو وړاندې د نتایجو د برابرلو او ترتیبولو په کار کښې پوځ دیوي پیچلې پرزی په توګه په کار بوخت وو.

بینظیری د تعلیم او تربیی په برخه کښې غوښتل چې سرمایه کاري وکړې ولې هیواد یې په دی ونه توانیده چې دغه چاره سرته ورسوي، نواز شریف بیا د پیریانې مکتبونو(هغه مکتبونه چې د کاغذ پر مخ موجود خو په حقیقت کښې یې وجود نه درلود) پر ضد په کمپاین کښې د پوځ مرستې ته اړ شو چې بینظیری دعوا درلوده چې ګواکې دی بیشمیره مکتبونه جوړ کړی دی او همدارنګه یو برنامه د پیریانې کمپیوټرانو هم وه چې ګواکې په کلیوالې سیمو کښې خلګو ته کمپیوټرونه ورکړل شوی دی چې په حقیقت کښې قیصه بل شې وه.