پاکستان پیژندنه:
پاکستان د خپلو ګانډیو او نورو هیوادونو لپاره د لاندنیو شپږو لامیلونو له کبله د زیات اهمیت وړ دی،
۱- دا هیواد یو اټومې هیواد دې چې د پرمختګ بهیر یی خورا د اندیښنې وړ دی،
۲- که ددی هیواد دولتې پالیسی ته وکتل شی نو لیدل کیږی چې په سیمه کښې د خپلو ګاونډیو هیوادونو لپاره د توندلارو عناصرو ننګه او ملاتړ په دوامداره توګه کوي، له دی سره سره د اروپا او حتې د خپل دوست هیواد چین پر وړاندې هم له دغسی ناوړه کړو وړو نه لاس نه اخلي
۳- له هند سره یی د خپل شتون د جواز او شناخت پر سر شخړه روانه ده او په راتلونکې څو کلونو کښې له هند سره دپاکستان کرکیچ یوه پیچلې دور ته د ننوتلو په حال کښې دی،
۴- د پاکستان اقتصاد د انجماد ولور ته د تللو په حال کښې دی، چې د ۲۰۰۵ م کال زلزلي او ۲۰۱۰م کال سیلابونو یې د اقتصاد ناوړه حالت نور بدتر کړی دی،
۵- ددی هیواد په اقتصادی توګه تاریخي څیره ډیره ناوړه ښکاری او دا ویره شته چې د فقر او نیستې دغه ناوړه کچه نوره پورته ولاړه شی هغه وخت اوس ولاړ چې پاکستان په اقتصادی توګه د درمیانه خلګو د یوه هیواد په توګه خپل تشخص ټینګاوه، ۶- همدارنګه که پاکستان له خپل اقتصادی او په کور دننه د ټولنیز بنسټ له لړزیدلو او نورو ناخوالو سره نه وای مخ شوی نو کیدای شو چې دا هیواد د سهیلې او دسهیل لویدیځي اسیا او هند دامنیت او پرمختګ لپاره په ستر ګواښ بدل شوی وای او دفارس خلیج او د منځنې اسیا سیمه به یی له ستر کړکیچ سره مخ کړی وای مګر اوس مهال پاکستان د خپل پوځ د بی ځایه ځان غوښتنو له کبله په سترو ستونزو کښې راګیر دی، که په دی هیواد کښې د وړتیا لرونکو اشخاصو یوي لوي برخې شتون نه درلودلای نو ډیرو به دا هیواد یو میعادی هیواد او یا په بشپړه توګه د زوال پر لور د خوځیدونکي هیواد په نوم نومولای وای دا یوه ځانګړنه ده چې د پاکستان هیواد یو کمزوری هیواد دې ولې خلګ یی تل له وړتیاوو ډک وی، هره صوبه (ولایت) یی خپل خپل ثقافتې ارزښت لری مګر له دی سره سره د ارزوګانو او حقیقې کړنو تر منځ واټنونه ورځ تر ورځي مخ په زیاتیدو دی.
په مخکیني پروژه کښې چې کله د پاکستان پر راتلونکي باندی وړاندویني شوی وی نو په هغه کښې په خورا احتیاط سره راتلونکی ته خوښې ښکاره کړل شوی وه، که څه هم چې دامریکا د پټو اطلاعاتو دملې اداري له لوري (این ټی سی) د رابلل شویو متخصیصینو ډله په غوڅه توګه مایوسه ښکاریدله. ددی راپور دپای پر ټکو دغه بیا کتنه او تنقید شامل دی چې په لاندی ډول سره بیانیږی:
ددی مضمون بنسټ د پاکستان پر نظریه ایښودل شوی دی، چې د راتلونکې په هکله پکښی پوره باب ځانګړی کړل شوی دی، ما ددی کتاب د اخری جملو په لیکلو کښې یوه اونۍ لګولی وه ولې چې ما ته ددې کتاب په صاف ګویې او سپین ګویې افسوس دریده،ما خود کتاب دپای په جملو کښې داسې ولیکل:
تردی وړاندې چې پاکستان تر حده زیات د یو ناکام هیواد په توګه معرفې کړو لکه څرنګه چې پر دې هیواد د ګوتنیوونکو خیال دی، دامریکا د پاره دا اخری فرصت او یا اطمنان تر لاسه کول پکار دی چې په ستونزو کښې راګیر دغه هیواد داسې نه چې ددی لسیزی په اخری نیمایې کښې دامریکا د خارجه پالیسې لپاره تر ټولو ستره ستونزه تشکیل شې.
په ۲۰۰۶ کښې اندیښنې بیخې ښکاره وی له دی سره سره چې پرویز مشرف د نوبل دجایزی لپاره د خپل ناڅرګند منزل پر لوري ګامونه اخستل ولی ددې خبري ښکاره ثبوتونه موجود دی چې پاکستان اوس پر یوه پریکړه کوونکې دوه لاری باندی ولاړ دی، دغه هیواد چې تر ډیره بریده معتدل او سیکولر ښکاریده چې له نورو سره یی مسابقاتې حیثیت یې غوره کړی وو مګر اوس دغه خبری له خیاله لری ښکاري، اوس چې ګورو نو یو بل ډول پاکستان مخ په ودي ښکاری، ددې خبری اوس بیخې امکان نه ښکاری چې دادی د جناح د اعتدال خوښوونکې نظریاتو پاکستان وی.
ځینې پاکستانیان اوس د خپل هیواد د راتلونکې په اړه له سختې مایوسې سره مخامخ دی، تردی چې د پاکستان د پوځ یو پخوانې لوي درستیز او دضیاالحق نژدی ملګری د پاکستان ټولنیز او سیاسې ژوند په ډير دردناکه انداز کښې انځور کړی دی، هغه زیاتوي: پاکستان د دوستانو او دښمنانو دواړو له لوري زخمې کړل شوی هیواد دی، دغه هیواد د زورواکانو، جمهوریت غوښتونکو،قاضیانو او جنرالانو، بیروکریټو(چارواکو) او ژورنالستانو له لوری بربنډ شوی دی او دهغوي د بې پروایې له کبله په خپلو زخمونو کښې ډوب پروت دی، له دغو ډلو څخه یوه یی هم د بخښنې نه ده.
د پاکستان نظریه اوس د بیلابیلو ډولونو راتلونکې پاکستان معرفې کوی، په دغه ډولونو کښې یو هم د اسټبلشمنټ (پوځ) تر سایه لاندی د پاکستان تسلسل شامل دی، اوهغه داسې چې پاکستان دی له خپلو ګاونډیو هر یو افغانستان او هندوستان سره که ښې اړیکې ونلری خو چې لږ تر لږه له دوي سره یی اړیکې او ارتباطات مستحکم وی.
په نورو امکانې راتلونکې کښې وړاندوینه کیږې چې پاکستان به یو غیر پوځې او په حقیقې توګه یو اسلامې جمهوري پاکستان وی، یوه داسې وړاندوینه هم شوی ده چې پاکستان دې له پنجابه بیل، خیبرپښتونخوا،سیند له خوا، او د سیندښاری سیمې او کراچې(چیری چې زیاتره دهند نه راغلې مهاجر اوسې) دی بیلې بیلې سیمې شی، له پاکستان نه دپنجاب د بیلوالې تر څنګ له هند سره د یوه ستر او خونړی جنګ وړاندوینې هم شوي دی.ممکنه وه چې ددغو وړاندوینو فیصدی تر سلو هم واوړی ولې چې ددغو امکاناتو ځان ځانته پیښیدل او یا د یو تسلسل په شکل کښې را ښکاریدل ممکن بلل شوی وو، دغو وړاندینو او یا امکاناتو ته ځانګړی وخت نه وو ټاکل شوی،په دی پروژه کښې دګډون کوونکو متفقه رایه د راتلونکو څو کلونو دپاره له اعتدال نه د اوښتونکې موضوع په توګه غیر متعلقه کیدل هم له امکانه وتلې نه وه.
د پاکستان له لیاري اړونده د نه باور فضا تر اوسه پورې قایمه ده، له دی نه ښایې دپاکستان دولت او اولس ډیر لږ خبر وی، ولې چې د تیرو څو کلونو په نسبت اوس په پاکستان کښې د لومړی لاس مالومات را غونډول ډیر زیات ستونزمن شوی دی.
په دی مضمون کښې چې د ۱۴ کاغذونو مجموعه ده یو ګروپ برخه لری چې متخصیصینو د پاکستان اړوند ترتیب کړی دی په دغه متخصیصینو کښې اروپاېې، امریکایې، پاکستانې او یو هندوستانې متخصص شامل دی، له دوي څخه په دی بحث کښې د پاکستان د راتلونکې لپاره د رغنده پټو څنګونو په نښه کول غوښتل شوی وو، او بیا له دوی نه غوښتنه شوی وه چې له دغو وړاندوینو څخه یوه هغه یی غوره کړی چې د پیښیدلو یی زیات امکانات وی، ددغه بحث د پرمخ بیولو دپاره په ګروپې شکل هره برخه تر شنني لاندی نیول شوی وه، تر څو چې د پاکستان د متوقع راتلونکې پر ډولونو باندی د پام را ګرځولو په مورد کښې ښه ګټه پورته کړل شی.
ددی سوال ځوابونه په بیلابیل شکل ورکړل شوی دی، او ډیرو ګډونوالو یوه پیښه په مختلفو نظریو سره تعقیب کړی ده،ځینو لیکوالانو او بحث کوونکو ته ویل شوی وو چې خپله پاملرنه یوه ځانګړی موضوع او بحث ته واړوي له دی کبله ددغو ۴۰ کاغذونو دبحث موضوعات یو له بل سره پرتله کول ستونزمن شوی دی.
ما د بحث پر وړاندوینو او ځانګړنو باندی نمبرونه ونه لیکل خو په خوله به دومره خامخا ووایو چې د پاکستان تر پوځې تسلط لاندی اداره به د ناتن پیرس په خبره تربد له بدترو او بدنظمې ته ورته حالت منځ ته راوړی او همدا تر ټولو زیات راتلونکې اټکل ټاکل شوی دی، او یا په بل عبارت د بیلا بیلو ډولونو د بدنظمیو امکان خورا زیات دی چې دیو نا څرګند او بې خونده راتلونکې ښودنه کوي.
زه په دی خبره کښې باوری نه یم چې امریکا دی وکولای شې چې پاکستان دی سمې لاری ته راستون کړی ولې بیا هم له دی سره سره په ۲۰۰۳ کال کښې وویل شول چې ددغې چاري دپاره هم یو فرصت ورکول پکار دی خو ددی پالیسې خطرناکه څنګونه پر خپل ځای پاتې دی، د پاکستان د پاره یو اخری فرصت شته کنه؟ په دی هکله موږ ډیر څه نشو ویلای ولې د ناکامې په هکله یی پوره مالومات لرو له دی کبله دیو هر اړخیزي هڅې ډیره اړتیا لیدل کیږی.
داسې هم امکان لري چې دپاکستانیانو او د خارجیانو د زیات زیار سره سره به بیا هم ناکامې راځې مګر بیا هم که وګورو نوناکامې چندان موضوع نه ده، عام سوال دادی چې پاکستان کوم لوري ته دی ولې حقیقې سوال دادی چې آیا پاکستان شتون لری کنه؟ له اوسنې انتشار او بحران څخه څه ډول پاکستان سر راپورته کوي ؟ په ځانګړی ډول د سلمان تاثر له شهادته وروسته چې پاکستان ېې د یوه پرله پوری او بامعنې هیواد له مرتبې څخه کښته را غورځولي دی.
په دي وروستیو کښې زه په ځانګړی ډول سره د ۱۹۶۴ کال د پاکستان د حالاتو جاج اخلم او له ۱۹۷۸ را په دی خوا هلته په پابندی سره خپل سفرونه سرته رسوم، مګر زه کله هم هلته تر یوي میاشتې زیات نه یم ایسار شوی، دا مضمون په ۲۰۱۰ کښې په لومړې ځل لیکل شوی وو ولې د ۲۰۱۰ کال د ستمبر او اکتوبر له دورو وروسته چې زه پاکستان او هند ته ولاړم ما پر دی مضمون له سره غور او کره کتنه وکړه، که څه هم د دود او کلتور په اړه به زما مالومات کم وی مګر زه امید لرم چې هرڅه ما په دی اړوند لیکلې دی هغه به پوره صحت ولری تر هغو لیکوالانو خو به خامخا درست وې چې په تیرو پنځو شپږو کلونو کښې د پاکستان په اړه لیکنې کوي، ما پر خپلو پاکستانې دوستانو او شناخته ملګرو زښته زیاته تکیه کړی ده مګر هغوي هم په خپل هیواد کښې د ځای موندونکو حیرانوونکو رجحاناتو په وضاحت کښې ناکامه ښکاري، زه امید لرم چې دغه تحقیق به ګډوډی ته لاره نه هواروي او که د ارتر کوسټلر خبری تکرار کړم نو هغه به په ډیر اوږد وخت کښې تکلیف بخښونکې رشتیا تر زړه را کښونکې درواغو غوره ثابت شې. د پاکستان په اړه که پاکستانی وی یا امریکایې او یا هم بل څوک د هر چا له اړخه زیات دروغ ویل شوی دی مګر اوس د لږ څه تکلیف بخښونکې رشتیاوو د اوریدلو وخت را رسیدلی دی.