پاکستان د غربي نړۍ له دیدلوري (دکتاب په هکله دیوه پاکستانې لیکوال تجزیه)
له ۱۹۸۰یم عیسوي کال راپدی خوا په مغربي نړۍ کښی د پاکستان اړوند له اندیښنو ډک بحثونه منځ ته راغلي دی، دا په داسي حال کښې وه چې په هغه وختونو کښې پاکستان د غربیانو سره اوږه پر اوږه د وخت د ستر قدرت شوروي اتحاد پر وړاندي د یوه مخ کښ اتحادي په توګه ولاړ وو، او د سي آی ای له لوري د پیل شوي جهاد لپاره یې په لومړي خط کښې خپل رول ادا کاوه، دافغانستان جهاد د سي آی ای په تاریخ کښې تر ټولو زیات په رازونو کښې پټ یو داسي جنګ وو چې د مذهب په نوم جهادیانو ته د تروریزم د دود سره سم د ورننوتلو اجازه ورکړل شوی وه ، دتش په نامه جهاد له پای ته رسیدلو سره سم چې شوروي اتحاد پکښې دړی وړي شو د غربې نړی موخې په دی سیمه کښې مخ په اوښتلو شوی چې ورسره جوخت د پاکستان کړه وړه هم بدل شول، له دی وروسته په نړي کښې د امریکا د کړو وړو یو نوي دور پیل شو، چې پر عراق باندی د لومړی حملې وروسته په اروپا کښې پر یګوسلاویا او سربیا باندی د ناټو حملې ډیری اهمې دی چې له دی سره له دوهمې نړیوالي جګړی وروسته امریکا په لومړې ځل د اروپا خاوره د جنګ ډګر وګرزوله.
پر عراق باندی دوهم تپل شوی جنګ او پر افغانستان باندی د امریکې برید په سیمه کښې د امریکې نوي اهداف په ګوته کړل نو په دی توګه کتل په کار دی چې د پاکستان سره دغربي نړی او په تیره بیا د امریکا ستراتیژیک تړاو تر کومه پاتې شو؟
ددی انګیرنه کول له هغه تحقیقاتو او کړنلارو نه په خورا ښه توګه تر لاسه کیږی چې دامریکې پالیسې جوړوونکو تیاره کړی او عمل پری کوي.
اوس د امریکا پالیسې جوړوونکې او حکومت چلوونکې د پاکستان په هکله د یوي نوی کړنلاره په خپلولو بوخت دی، ددوي په آند که څه هم پاکستان د یوه هیواد په توګه خپل ارزښت لري ولې دمنځني اسیا د بدلیدونکې حالاتو، د چین د پرمختګ او په سیمه کښې د هند د نفوذ د خوریدلو پر وړاندی و پاکستان ته اوس په یوه نوي انداز کښې کتل پکار دی، په دغسې بحثونو کښې پاکستان تل د یوه تروریست هیواد، دیوه ناکام هیواد، دیوه خطرناک هیواد، د یوه ژرماتیدونکې ظالم هیواد، دیوه سوځیدونکي هیواد، دیوه ویشل کیدونکې هیواد په نومونو سره یاد شوی دی او خورا په زړه پوری لا داده چې دا خبري دیوه داسې هیواد په هکله کیږی چې پخپله امریکا له تیرو پنځو لسیزو څخه ددغه هیواد سیمه ایزی معاملي په خپلو پالیسې رغوونکې ترتیبولي.
ددی غوره بیلګه داده چې کله د پاکستان منتخب حکومت په ۱۹۷۱ کښې په اقتصادی توګه وچ ولاړ وو په دغه وخت کښې د نړیوال بانک مشر ښاغلي میکنامارا خپله پاکستان ته راغی،او له اقتصادی کړاوه د بدحاله هیواد له مالېي وزیر ډاکټرمبشر حسن سره یی ولیدل،او هغه ته یې همدا وویل چې ستاسې هیواد په اقتصادی توګه مخ پر زیوال دی، په ځواب کښې مبشرحسن ورته وویل چې سمه ده چې زمونږ حالت دغه شان دی خو ددی پړه خپله د امریکي پر غاړه ده ولې چې له تیرو پنځو کالو راهیسې پاکستان پر هغه اقتصادی پالسې عمل کوي چې د امریکایانو لخوا ورته ترتیب شوی وه، اوس موږ مجبوره یو چې خپله اقتصادی پالیسې پخپله جوړه کړو او ستاسې پورونه به هم موږ له هغه وروسته در کوو چې زموږ اقتصادی حالت پر پښو ودریږی، له هغه وروسته د پاکستان پالیسې جوړوونکو خپله اقتصادی پالیسې پخپله جوړه کړه او په دغه جریان کښې یی نړیوال بانک او یا بله کومه نړیواله مالې اداره په جریان کښې نه ده اچولی، آیا اوس به داسې ویل درست نه وې چې دا هیواد دغه حال ته خپله امریکا د پاکستان د دودیزو حکمرانانو او ددغه ځای د زاړه پالو سره په همږغې راورساوه چې خپله یې ورته اقتصادي پالیسېانې جوړولی.
ښاغلې سټیفن پې کوهن د امریکا د پالیسې جوړوونکو په ډله کښې شامل کس دی، له دې کتاب نه په ډیره ښه توګه اندازه تر لاسه کیدای شې چې غربې نړی او امریکا د پاکستان په هکله څه څه مقاصد لری، دا کتاب د هر پاکستان د را ویښیدلو د پاره لوستل سخت اړین دی، له دی نه وروسته پاکستانیان ته پکار دی چې خپله د خپل ځان غم وخوری، کنه نو دپاکستان راتلونکې څومره د اندیښنې وړ دی؟ ددی اندازه ددی کتاب له لوستلو وروسته کیدلای شی، پاکستان ته پکار دې چې پر خپلو کړو وړو له سره غور وکړې او په هیواد کښې دننه د ګډوډیو او اقتصادې ستونزو مخه ونیسې، بیا هم پاکستان استعداد لری او دا ټولنه د افغانستان د قبایلې ټولنې غوندی نه ده.
په دی تحقیقې کتاب کښې وړاندوینه شوې ده چې دپاکستان هیواد راتلونکې څو کلونه فرصت لری چې خپل ځان سم کړی کنه غربې نړې دې ددې هیواد د ټوټه ټوټه کیدلو او دهغه د پایلو دپاره خپل چمتووالې ونیسې.
فرخ سهیل ګویندی
۲۲ جون ۲۰۱۱