دکتاب د پیل خبری:

 

 (زما کتاب)

دا کتاب د یوي غټې پروژی لپاره دیوه مهم مضمون حیثیت لری، دغه مضمون د پاکستان پر راتلونکو څو کلونو یعنې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۷ پورې باندی ږغیدلې دی،په دې کتاب کښې په تیرو وختونو کښې د پاکستان پر راتلونکي باندی د لیکل شویو وړاندوینو لنډیز  او همدارنګه د ۲۰۱۰ کال د می د میاشتی په اټلې کښې د راک فیلر د کانفرانس په مرکز کښې د ترسره کیدونکې ورکشاپ لپاره چمتو کړل شوی ۱۴ مضمونونه هم شامل دی.

په هغه ورکشاپ کښې له مصنفینو غوښتل شوی وو چې دپاکستان د راتلونکې د ټاکونکو توکیو او متغیراتو په اړه په لنډه توګه خپل وضاحتونه وړاندی کړی، او د اټکل شویو پایلو انګیرنه وکړی، زما د کتاب مضامین هم پر هغه ترتیب لیکل شوی دی، پر اوسنې پرمختګ باندی دبحث کولو تر څنګ زما کتاب یوه لنډیز هم وړاندي کوی او بیا د ډیرو اړخونو تجزیه کوي، له دی نه پرته زما کتاب په څلورو برخو کښې داسې ترتیب شوی دی چې د راتلونکې په هکله د نورو متبادلو لارو د ښودلو تر څنګ تر سره شوی تیروتنی هم په نښه کوي په ځانګړي ډول د امریکا او غربي نړی هغه اړیکې چې له جاپان او هند سره یې لری.

په پاې کښې د بروکنګز له اړخه د فیلر فاونډیشن، کارټیج کارپوریشن،د امریکا د متحده ایالاتو د خلایې تحقیقاتو د اداری انسټیټیوټ، د نارویجن پیس بلډنګ فاونډیشن ټولو څخه ددی پروژی په بشپړتیا کښې له مرستې کولو نه زیاته مننه کوم، هیره دی نه وی چې ددې کتاب وروستنی برخې داسې ښکاریدلې چې ګواکې داکتاب کټ مټ د نارویجن پیس بلډنګ فاونډیش د پالیسې لنډیز دی، ولې زه له ښاغلې چیمه او ارم حیدر څخه په ځانکړي ډول مننه کوم ددغه تاثر په کمیدلو کښې یې راسره مرسته کړی دوي هغه څوک دی چې د پاکستان د راتلونکې په اړه ددوي د فکرونو ژورتیا د ستایلو وړ ده، ددی کتاب په تیارولو کښې ښاغلي کانسټنټینو پر ډیر ښه وخت له مانه خپله مرسته ونه سپموله او موږ ددی جوګه شوو چې دده پر مرسته د یوایس آی پې په ورکشاپ کښې خپل کتاب د یو غټ شمیر کره کتونکو مخې ته وړاندې کړو.

 

 سټیپن پې- کوهن

۲۰۱۱ جنوري میاشت