د کتاب نوم: دپاکستان رتلونکی
دکتاب لیکوال: سټیفن پې- کوهن
د کتاب ژباړه: حلیم شملزی
څو کرښې د کتاب د لیکوال په هکله:
سټیپن پې کوهن د امریکا دمتحده ایالاتو د خارجه پالیسې یو تجربه کاره غړی دی،خپلې د بچلر او ماسټری ډګریانې یې دامریکا د شکاګو له پوهنتونه ترلاسه کړی دی، او پې ایچ ډی یې له وینکونسن پوهنتون څخه کړی ده، بیایې د ایلې نوییس په پوهنتون کښی یې د ساینس او تاریخ د پروفیسر په توګه تر اوږدی مودی پوری خدمتونه سرته رسولي دی، له دي څخه وروسته په ۱۹۹۸ کښې بروکنګز ته راغې، له دی نه وړاندی ډاکټر کوهن په نوي ډیلې کښې د پورډ فاونډیشن د استاد په حیث هم کار کړی دی او د امریکا د متحده ایالاتو د سټیټ دیپارټمنټ په شعبه کښې یی د پالیسې جوړولو په ډله کښې د یوه فعاله غړي په توګه په نه ستړی کیدونکو خدمتونو بوخت وو. هغه له دی علاوه په هندوستان، جاپان او سنګاپور کښې هم د پوهنتونونو د استاد په حیث دندي ترسره کړي دی.
نن صبا ښاغلې ډاکټر کوهن د نړیوال امنیتې ارګان په برخه کښې د ډله ایزو وسلو د کنټرول په بخش کښې د امریکا د ساینس په ملې اکاډمې کښې غړیتوب لري، دی ددغه کتاب تر څنګ د نورو دیارلسو کتابونو مصنف او یا ایډیټر هم پاتې شوی دی. دا کتاب یی په بنسټیزه توګه د پاکستان د راتلونکې او بیا دټولي سهیلي اسیا د امنیتې امورو په هکله دی، دده نور کتابونه لکه بې مقصده جګړي، د هندوستان غوړیدل او ځواکمنتیا د هندوستان په هکله لیکل شوی دې چې له دغه کتابونو څخه دیوه غښتلې سند په توګه د امریکا د خارجه پالیسی په برخه کښې کار اخستل کیږی.
دکتاب د مضامینو فهرست:
: د پیل خبري
: پاکستان د غربي نړۍ له دیدلوري
: پاکستان پیژندنه
: پاکستان په ۲۰۱۱ کال کښی
: د پاکستان د هیواد مهم څلور ښاخونه
: د پاکستان تعرف
: په پاکستان کښې د ریاست د استحکام موضوع
: خارجې او داخلې عوامل
: حتمي پایلې
: د خبرداري شپږ علامې
: د هیلو او نا امیدیو تر منځ پالیسي
: پایله
نور بیا ............................