فارابې انسانې ټولنه پر انسانې حیات او جوړښت قیاسوله خو د یوي ټولنې قیاس د یوي کورنۍ پر جوړښت، اړیکو او اړتیاوو په بشپړه توګه قیاسیدلای شی، په اوسنې دور کښې چې د یوه هیواد سیاسې او پوځې حیثیت د هغه د اقتصادی حیثیت په تناظر کښې کتل کیږی، نو هر هغه غیر اقتصادی معامله او اقدام باالاخره لکه دیوی کورنۍ په څیر د یوه هیواد او ټولنې دمعاشې بربادی او هلاکت سبب ګرځې، هر هغه پور او خیر و خیرات چې د روزمره استعمال د اړتیاوو په مورد کښې تر لاسه شی، دایمې ستونزې نه حلوي بلکه ستونزه داېمې کوی. د تاجکستان بریښنا که دکابل د ښار او کورونو د روښانه کولو په منظور تر لاسه شوی وی نو دا یقینې ده چې کابل به یوه ورځ بیرته دایمې تیارو ته کښینې، او که چیری له دغې بریښنا د اقتصادې بنسټونو د رغاونې په مقصد کار واخستل شې نو ددی بیلګه به داسې وی لکه یو سړی چې قرض د تجارت د پاره واخلې او بله ورځ د تجارتې ګټې نه خپل پور ادا کړې.
موږ داسې فابریکو ته اړتیا لرو چې بریښناېې لوی جرناتوران پکښې جوړ شې، چې د تل دپاره ددغه ستونزی نه نجات پیدا کړو. که نړیوال زموږ سره دیوه بنسټیز سټیل مل په جوړولو کښې مرسته وکړې چیرته چې د نورو کارخانو دپاره ماشین الات پکې جوړ او ډیزاین شې نو موږ دخپل هیواد په څیر د لسو نورو هیوادونو کالنې بودیجه تهیه کولای شو.
سياست