کله چې په اوسنې وخت کښې نسبتآ سیاسې تحول منځ ته راغې نو زیاتره ښارې خلګو خپل زاړه دخټو کورونه په نوې پاخه سیمټې کورونو بدل کړل ولې فکرونه لا هم هغسې خامه پاتې دی، پاخه کورونه، اپارټمنټونه او پلازاوي د صنعتې انقلاب اصلې نه بلکه ظاهری بڼه ده، موږ د صنعتې ټولنې په دغه ظاهرې تقلید اکتفا نشو کولای، کورونه کلاګانې او اپارټمنټونه، خانان ملکان او باې بچګان زیږوې، او یا یې تر شا دخان ملک او باې بچه علت پټ دې، ولې صنعت، انجینر ، کاریګر ، استاد، قانونې مزدور ، کسټومر ، تجار ، ډسټیبیوټر، اډورټایزر، او ایجاد ګر تخنیک کار زیږوې او یا یې تر شا د ساینسې علم درلودونکې شخص او اشخاصو علت څرګند دی. 
دا رشتیا ده چې له صنعت سره لوې ښارونه ، پاخه سړکونه ، لوی تعمیرونه او غټ ښاری تاسیسات منځ ته راځې مګر بې له صنعتې اساسه د لویو ښارونو ابادیدل او تعمیرات ابادول د بې روحه جسد معنې لری، دا هغه د شګو دیوال دې چې له کوچنې تکان سره ددغه مصنوعې عمارت بیخ او بنیاد له منځه ځې. دعربو د تیلو له امدن څخه غیر اقتصادې ګټه پورته کول د خپل راتلونکې سره لوبې کول دې، د ټولو عربو د تیلو زخایر د راتلونکو دیرش څلویښت کلونو څخه زیات دوام نه لرې ولې دوې له دغه امدن څخه صرف د ظاهری تعیش اسباب برابر کړې دې.