د لرغونې یونان طبعیات پوه اینکساګورس د خپلو مادی نظریاتو له کبله له اتنز ښار څخه وشړل شو، د اټلې مشهوره عالم آرنلډ آف برمیسا په ۱۱۵۵ عیسوی سنه کښی دپوپ له لوری د کافر په نوم ونومول شو او زندی کړل شو، د پراګ د یونیورسیټې پروفیسر جون هس په ۱۴۱۵ عیسوی کښی لومړی په کفر تورن او بیا ژوندی په اور کښې کباب کړل شو، د پولنډ مشهور ساینس دان کوپری نیکس چې لمر یی د کایناتو مرکز اټکل کړی وو تر ۱۵۴۳ پوری یې ونشو کړای چې له ویری خپل نظریات وړاندې کړې تردی چې د مرګ پر بستر یی خپل نظریات افشا کړل، تر ټولو درد ناکه سزا د کوپری نیکس شاګرد برنو ته په ۱۶۰۰ عیسوی کال کښې ورکړل شوه چې د بدن غړی تری پری کړل شوی او بیا هغه غړی په اور کباب کړل شوی دی. د سپین نومیالې حکیم سروټیس چې د دوینی د دوران پیش بینې یی کړی وه هم په اور کښې ژوندی وسوځول شو.
ساينس