ليک : نورمحمد سعيد دهندي فلم له کيسې خو داسي بريښي چې دا ښاغلی مجنون هم داسي څه بد سړی نه و. ښه ګلالی سم سړی وو او خپل کوچيتوب به يي کاوه . ددغې ليلاجاني کارونه وو چې ليونی يي کړ او ماشومان يي ورپسي راټول کړل چې ولي يي په کاڼو !!!!! بيا يي نو چی ښه پوخ ليونی کړ نو د ماشومانو په مخ کي روانه وه او سندره يي ويله چې (کوي پتهر سۍ نه مارې ميرې ديواني کو ) مانا دا چې دا زما ليونی په ډبرو مه ولئ .دې ته وايي انصاف !!!!
دې ته ورته حال د دې ايراني غريب شو ..فرهاد يادوم دخدای ساده وو له واره يي تېښه راواخسته او له غره نه يي د شيدو د ويالې په راويستو پيل وکړ . پای يي څه شو ؟
زموږ دا خپل هېواد وال مومن خان ته ګوره د هندوستان له مارانو ښامارانو او جادوګرو يي په نره ځان راخلاص کړ ،خو چې د شرينو بي بي په توطئه کي راګير شو نو سر يي هم پکي بايلود ..پېښه داسي وه چې دمومن خان دراتلو نه وړاندي د شيرنو وروڼو ښه شپږ انچې چاريکاري چاکو ګان پيد ا کړو او له ځان سره يي په څادرونو کي پټ کړو او په کټونو کي يي ځان په خوب واچاوه ،کله چې مومن خان بې چاره راغی نو يا خو به يي البته دا ټپه (پاس په بلي کټونه ډېر دي +بنګړو ته شرنګ ورکړه چې وه دې پيژنمه ) ياده نه وه او يا به يي مرۍ خرابه وه خو په هرصورت مخامخ د شيرينو کټ ته ورتير شو چې دوروڼو د کټونو په منځ کي پروت وو ،او همدغه وخت وو چې دشيرينو وروڼو له کټونو پرې ورټوپ وهل او سړی يي په هماغه ځاي تخته کړ .او د هندي فلمونو د پوليسانو په څير شيرينو بي بي د پېښي په پای کي ځان خبر کړ او په کټ کي په ناسته ناسته يي په څو غمګينوچاربيتو او ټپيزو ويلو د کيسه تمام شد اعلان وکړ
له دغې يي هم لا بده ټوکه په يوسف خان غريب کړي او هغه داسي چې وايي شيربانو چې يوه کليواله ميرمن وه او دهغې زمانې کيلوالو ميرمننو به په کورونو کي چرګې او چرګوړي ساتل چې وخت نا وخته ميلمه پيښيږي يا هم روغ ناروغ پيدا کيږي نو بايد چې په کور کي هر وخت غوښه وي او بې له هغې هم په هغه وخت کي جاپانيان له امريکا سره په ډغره وهلو لګيا وو او ديخچالونو جوړولو ته يي پام نه وو .خو دې شيربانو بي بي په توپاني شپه کي د ښکار دغوښو خوړلو شوق پوره کاوه نو يوسف خان يي په نيمه شپه په ښکار پسي غره ته وليږه او بيا چې له هغه سره څه وشول په هغه ټول خبر دي .
دا او دې ته ورته کيسې دتاريخ په پاڼو ويړې پرتې دي .خو که له دې هم تېر شو او په اوسني حالت لږ نظر واچوو نو ﻻ هم د نارينه وو حالت څه ډېر زيات نه دي بدل شوی .دمثال په ډول په رسنيو کي ډېري نعرې سورې وهل کيږي چې بايد د ښځو په وړاندي د زور زياتي مخه ونيول شي خو رشتيا هم زور زياتي وهل ډبول د ښځو سره کيږي او که نه دا انځور يو بل اړخ هم لري ؟
نو يو برسيرن تحقيق خو داسي ثابتوي چې هر نارينه که وزېر وي که فقير په ژوند کي د لمړي ځل لپاره څپيړې او سوکونه دخپلې مور له لاسه خوري او تر هغې يي خوري چې پکي له زور واکي نه د وتلو توان نه وي پيدا شوی .خو ميندي هم داسي ساده نه وي کله چې پوه شي چې نور نو دزوی هډونه کلک شو او په وهلو يي لاس درد کوي نو زوی ته واده وکړي .او له واده وروسته د سړي څه حال وي ددې معلومولو لپاره يو نوي سروې شوي چې ويل کيږي په يوه ځاي کي ساينسپوهانو ډېر سړي راغونډ کړو او بيا يوه وينا کونکي وويل چې هر چا چې همدا نن له خپلو ميرمنو وهل خوړلي وي هغه دي خپل ښی لاس پورته کړي او چا چی خپله مېرمن وهلي وي هغه دي خپل کيڼ لاس پورته کړي هغه وو چې له يوه پرته ټولو سړو ښي لاسونه پورته کړل .وينا وال په ډېره ليوالتيا هغه ځوان چې کيڼ لاس يي پورته کړی وو استيج ته راوغوښت تر څو نور هم له خپلې سوبي خبر کړي .سړي مايکروفون په لاس کي واخيست يوه بله خوا يي وکتل او په عاجزي يي وويل (بښنه غواړم ځکه مي کيڼ لاس پورته کړ.... چې ښی لاس يي رامات کړي )