لکه څنګه چې افغانان په فکري توګه له ماشومتوبه بوډاتوب ته ټوپ وهي دغه راز يي هيواد هم له فقر بيوزلۍ او غربت نه په يوه واراو ناڅاپه پانګه والۍ ته ټوپ وهلي دي . په کابل کي د پخوانيو خټينو ګوډلو تر څنګ  نوي نوي ماڼۍ چې ددوبۍ او سنګاپور په ډول جوړی دي تر ښايسته زياتي عجيبه ښکاري .داسي بريښې لکه پيړيو چې يوې بلې ته غيږ ورکړي وي  . په ميرويس ميدان کي د دغسي يوه ودانۍ ترڅنګ  تيريدم چې بې شميره دکانونه ترې ﻻندي جوړ شوي و او د پاکستان له پاپړو واخله د هندوستان تر ګوټکو او د جاپان تر سګريټو هره الا بلا پکي خرڅيدله دغو دکانونو ته مي کتل چې ناڅاپه مي پښه له کوم کلک شي سره ونښته ...چې ﻻندي مي وکتل په قبر برسيره ولاړ ووم ........هو دغو ناترسو هديرې هم نه دي پرې ايښي  په هدېره دپاسه يي تجارتي مرکز جوړ کړی  او دغه يو څو قبرونه ﻻ هغسي ددکانونو مخ ته سلامت پاتي دي  چې په يوه  برسيره زه ولاړ ووم ...په عاجزۍ مي يوه بله خوا وکتل  په زړه کي مي  له خدايه (ج)او مړي بخښنه وغوښته او له قبر نه راکوز شوم ...زړه مي ډېر بد شو او له هماغه ځايه بيرته هوټل ته چيرته چې دېره يم راستون شوم . په هوټل کي يو بل ناورين دي او هغه دا چې که څوک  تشناب ته ننوزي نو بايد تر هغې وټوخيږي او يا هم سندرې ووايي تر څو چې پکي دننه وي ځکه چې د تشنابونو ورونه ځنځيرونه نه لري او ددي امکان شته چې يو پکي ناست وي او بل ور پرې ور خلاص کړي .

دهوټل په سالون کي ديوه سپين ږيري خواته کيناستم چې جابر بن حيان ته ورته ښه نوراني څېره يي وه . ول ول تور پټکي او پاکي تکي سپيني ږيري يي د مخ سنګين والی لا زيات کړي وو . يوه شيبه يي په ځېر ځېر راته کتل او بيا يي دواسکټ له جيبه پيچکاري  را وايستله او راته يي وويل (ته ستنه وهلی شي؟) په وارخطايي مي ور غبرګه کړه ... نه!

ويل يي (ښه  ما سکويل ډانکتر يي ) په زړه کي مي وويل ښه ده  زړه په زړه ايئنه وي که دی ما ته جابر بن حيان ښکاريده نو ده ته هم زه ډاکتر ښکارم ...او له دې سره دواړه هغې راډيو ته غوږ شوو چې   د يوه دريم سړي خوا ته غږيده .ددغه ځاي په ځايي رسنيو هم اوس د پانګه والي نړۍ د رسنيو سيوری پريوتی او له رښتيا او دروغو خبرو نه فيلان او اوښان جوړوي . په دغه ورځ نو دلته ولسمشريزي ټاکني هم وي او طالبنو يي دمخنيوي ګواښونه کړي وو ددغې راديو وياند هم روی روی غږيده او دغه خبرې يي اړولي را اړولي چې ناڅاپه له راديو نه د يوه درز غږ پورته شو او ورپسې څو واړه واړه ډزونه وشوه په زړه کي مي راتيره شوه چې (  ځه په ده خو يي ادې بوره کړه )انالله وانا اليه راجعون مي لا پوره نه وو ويلي چې له راديو نه بيا غږ راغی هماغه وياند وو په خندا يي وويل (وبخښئ  دا يوه تخنيکي ستونځه وه چې زموږ ديوه همکار د ټوخيدو له امله را منځته شوه )او له دې سره  زما له خولې هم بې پامه ووتل بيخ دي ووزه په دا تخنيکي ستونځه ما خو ويل چې دوړه يي کړي .