نقاب
عبدالباري جهاني
که يو ځل خلګو رشتيا وويله
يوځلي وسپړيدل پټ رازونه
يوځل رسواسوې دروغجني ميني
يوځلي خلګو سره وکتله
ويې ليدل
ترنقابونو لاندي پټ مخونه
او ددوستۍ په پوښ کي پټ نغښتي
شيطاني نيتونه
هغه بېځايه ،بې قيمته، بې ارزشته اوښکي
هغه خيرني مکرجني خپلوۍ
يوځلي يوله بله وتوريدل،وتښتيدل
او يادقتل په نيت ووتل تېره تيغونه
يايې هم بل کړل دکسات او انتقام اورورنه
دلته به څوک اوسيږي
څوک به ژوندي پاتييږي
دمځکي مخ به ټوله ويني واخلي
هرڅه به وسوځيږي
همدا نقاب دي چې يي مخ دتباهيۍ نيولی
همدا نقاب دی چې ژوندي مو ساتي
13-10-89
12.10.2009
- نورمحمد سعيد
لکه څنګه چې افغانان په فکري توګه له ماشومتوبه بوډاتوب ته ټوپ وهي دغه راز يي هيواد هم له فقر بيوزلۍ او غربت نه په يوه واراو ناڅاپه پانګه والۍ ته ټوپ وهلي دي . په کابل کي د پخوانيو خټينو ګوډلو تر څنګ نوي نوي ماڼۍ چې ددوبۍ او سنګاپور په ډول جوړی دي تر ښايسته زياتي عجيبه ښکاري .داسي بريښې لکه پيړيو چې يوې بلې ته غيږ ورکړي وي . په ميرويس ميدان کي د دغسي يوه ودانۍ ترڅنګ تيريدم چې بې شميره دکانونه ترې ﻻندي جوړ شوي و او د پاکستان له پاپړو واخله د هن...
15.11.2009
- نورمحمد سعيد
ژړانده سترګې
دا ژړاندې ښکلې سترګې
ولې دي له اوښکو ډکې
څه یې غم دې لویه خدایه
چې راګوري هکې پکې
تل خورې چې یې وي زلفې
هیڅ یې نه سموي خدایه
زه حیران یم زه حیران یم
زما زړه دا ستا له غمه
جنګ ځ...