نړي لا پخوا ادراکات و تجربات قبلوونکې تخیلاتو ته بدل کړل او ددغه تخیلاتو پر بنسټ یې د تجربې او مشاهدي له لاري ثابت نظریات مرتب کړل ولې موږ لا د محدودو ادراکاتو زړو منطقې ناقص استدلال ته علم وایو.
ادراک وایې چې ځمکه پراخه او ساکنه ده مګر نظریات وایې چې ځمکه ګرده او په حرکت کښې ده، ادراک انګیری چې اسمان شتون لري او حرکت کوي خو د سالمو نظریاتو منطق وایې چې د اسمان هیڅ وجود نشته، ادراکات د کایناتو تشکیل له څلورو عناصرو جوړ بولي خو پاخه نظریات وایې چې د کایناتو تشکیل د ثقل د قوي او دبرق دمیقناطسې څپو څخه چې د حرارت، نور، الټراوایلټ وړانګو لکه ایکس، کاسک، ګاما وړانګو د اټومې قوت له عمل او عکس العمل څخه سرچینه اخلې.