جمهوري ټولنې او جمهوریت خپل مقام د ماشینې ایجاداتو له سلطنته څخه ترلاسه کړی دی، دماشینانو له ایجاد سره صنعتونه ایجاد شول، صنعتونو لوي لوي ښارونه په وجود راوړل، په ښارونو کښې ازادې، خپلواکي، نیشنلزم، سیکولرزم او سوشلیزم را پیدا شول، د جمهوریت لويه موخه او هدف د اشخاصو پر ځاي د قانون حاکمیت دی، په حکومتونو کښې تر ټولو غوره حکومت هغه دې چې احکامات او اوامر یې لږ او اولس ته یېخدمتونه او سهولتونه زیات وی.
په نړیواله کچه د ټیکنالوجې له انتقال سره که له یوې خوا په جسمانې او میخانېکې توګه د کار وړتیا او اسانتیا ډیره زیاته شوه نو له بل لورې په انسانې ټولنه کښې په بې ساری توګه یو نوعه بې توازونې هم منځ ته راغله.
په نړیواله کچه د ټیکنالوجې له انتقال سره داخبره هم جوته شوه چې د کار د فرصتونو ترلاسه کول او بې کارې له منځه وړل له کاری هنر سره دومره تړاو نلرې لکه له ایجادکاری هنر سره چې یې لری، پرمختللې هیوادونه او ټولني د خپلو وګړو لپاره تش د ټیکنالوجې د استعمال د مهارت د ترلاسه کولو په ډګر کښې هغوې ته د کارموندنې فرصتونه نه لټوي بلکه دا هیوادونه او ټولني له هر نوي ټیکنالوجیکل ایجاد سره دخپلو وګړو او بیا دټول بشریت لپاره د کارموندنې بې پایه پراخ کارې چینلونه منځ ته راوړي.