تغیر دزمانې خپل نه بدلیدونکې خاصیت دی، زمان په خپلو اړتیاوو او غوښتنو کښې تل تغیرات منې، د حیات د نورو انواعو په څیر د انسان انفرادی او ټولنیزي اړیکې هم تیز او سوست تغیرات منې چې دغه تغیرات په طبعې او علمې انکشافاتو پوری تړاو لري، په نړې کښې د ټولنیزو سماجې تغیراتو دری ستر اساسات دې چې عبارت دې دیوي ټولنې له جغرافیایې حالت، نفوس، ساینسې او ټيکنالوجیکل ارتقا څخه، جغرافیایې حالات په انسانې خواصو کښې تغیرات د پیړیو په جریان کښې منځ ته راوړې، دنفوسو زیاتوالې هم ټولنیزی اړیکې د وخت په تیریدلو سره بدلوي ولې هغه څیز چې دبریښنا په څیر د سترګو په رپ کښې د انسانو تر منځ د اړیکو او خواصو تغیرات منځ ته راوړې هغه په یوي ټولنه کښې د ساینس او ټیکنالوجې ایجادات دی.