امنیت د څه دپاره؟
امنیت لکه څرنګه چې د هري انسانې ټولني غوښتنه ده دغه رنګه دهر دولت او حاکم نظام په ترجیحاتو کښې هم لومړنې مقام لري، په بد قسمتې سره د وروسته پاتې هیوادونو اپوزیسیونونه او دولتې مخالفین د جمهوري او اصولې اختلاف پر ځاي د اقتداري نظام پر وړاندي دمزاحمت په توګه امنیت ګواښې چې دا د دولت تر څنګ د ټول ملت سره ستره جفا او دانسانیت لپاره دتعذیب سبب ده.
بل لوري ته زمونږ دهیواد په څیر چې په
تر څو د هیواد د حقیقې خدمتګارانو او له فسادونو او جګړو پاکو اشخاصو ونډه زمونږ دهیواد په سیاسي نظام کښې د نمایشې حیثیت پر ځاي کلیدي حیثیت غوره نکړي او د اولس له اوږو د فاسیدو نظامونو، تنظیمونو او حکومتونو دمسلطو عناصرو بار لري نه کړل شې، کار د کار اهل ته ونه سپارل شې د امنیت د راوستلو هره بله متبادله لار غوره کول به حتمې پایلي ونلری.
اولس مشر ډیر کسان په دي تمه کښینولې وو چې امنیت تامین شې بیا به ګواکی دي له ټوپکمارو او پاټکمارو ځان او اولس خلاصوي، مګر دغه اسره یوه سراب او فریب وو، اولس مشر هم دهغه تنظیمونو له بقایه جاتو څخه وو او هغوي ته وفاداره پاته شو، ځان خویې په دغه داړه مارو وساتو مګر اولس یې ددغه زړو داړه مارانو او په ولایتونو کښې دهغوي دزړو لاسپوڅو فسادیانو پر رحم وکرم پريښود، اوس هیله داده چې راتلونکي اولس مشر به حقیقې ملي شخصیت او له فساده پاک شخصیت وي چې اولس ته به دهغوي غصب شوي حقوق بیرته اعاده کړي.