د ثور له انقلابه وروسته یو کس د زابل ولایت په مرکز قلات کښې له یو سرباز نه وپوښتل چې خانه نن صبا په څه اخته یې؟ هغه ورته ویل چې زه په غونډ (دقلات په بالاحصار غونډی کښې دفوځ قرارګاه) کې وظیفه اجرا کوم، کله چې سوال کوونکې ماما دغه ځواب واوریدو نو موسکې شانته یې په کراره ورته وویل چې ها نو مفت کافر یې.
زموږ په ټولنه کښې دمفت کافر (په مفته خدمت کوونکې) تر بل هر ناولې ناروا بدتر بلل کیږی، هغه... که د خلق او پرچم غړی وی، هغه که دخوار مسجد غریب ملا وي او که دکلې هغه هرکاره خادم او غسال وې چې دهر چا په غم ښادې کښې یې ملا بډ وهلې وی.
زموږ په ټولنه کښې بدبختانه سیاست او سیاسې دریځ د عایداتو او پیسو پیداکولو ستره منبع ګرځیدلې ده, حلاله او حرامه پیسه دعزت او وقار دپاره ستره اساسه بلل کیږې او کله چې مال ختم شو عزت هم نشته، مفت نصیحت کوونکې ته بې له مفت کافره بل لقب نشې ورکول کیدلې، ولې چې دلته خو اسلام هم بې پیسو او بې روپو نه چا پاللې او نه یې پاللې شې.
په فیزیک کې د نیوټن د دریم قانون له مخې هر عمل او حرکت عکس العمل او متقابل حرکت پیدا کوي, ددې ټولنې لاندې دغربت دهغه دوزخ سور تنور پروت دی چې دهیڅ وګړي سترګې او ارواح دمړیدو نوم نه اخلې دا عمل هم زمونږ د هیوادنې غربت او ناوړه اقتصادې حالت نفسیاتې غبرګون دي، زمونږ سیاست وال غل، ملا غل ، ښوونکې غل چارواکې غل او ډاکټر غل دي، دا غله په سپینه جامه کښې، په سپینه ماڼې کښې په سپین موټر کې ناست هم تر روپۍ تیر نه دې، د هیواد اساسات او شتمنې خو داسې په بډه وهې لکه ښخه خزانه چې ورته له نیکه پاتې وي، ددې ټولنیزو ناخوالو اساس زمونږ دهیواد د اقتصادې زیربیناوو د نشت والې له کبله دي چې زمونږ په لاشعور او نفسیاتو کښې یې ځاې نیولې دي لدی امله هر نصیحت او کردار ورته د مفت کافر کار اوخبره ښکارې.
په هندوستان کښې یو ډیر غریب سړی چې د میاشتې عاېد یې ۲۰۰۰ هندې کالدارې وې زموږ تر یوه وزیر هم ښه د اطمنان ژوند تیروي. دهغه لامل هغه لاشعوري اطمنان دي چې دغه ۲۰۰۰عاید ده ته د عمر تر اخره بلا تاخیره رسیږې او ده هم د ژوند ارزوګانې او اړتیاوي دخپل عاید سره په تناسب کښې تړلې وي، زمونږ په ټولنه کښې نیستې غټ کفر دي نوځکه شتمن هم دغربت له کفره د ځان دخوندې توب لپاره ځان په هر کفر ککړوي.
دهندوستان یواځې د تیلو د تصفېې ریفاینري د نیشنل جیوګرافک د سروي له مخې د نړي تر ټولو لویه آیل ریفاينري ده، دهند د سټیلو میل په نړې کښې تر روسيې وروسته د نړې تر ټولو لوي ستر میل دې چې په لکونو انسانانو ته د ژوند دسکون اسباب برابروي، ولې زموږ په هیواد کښې د غربت او نیستې د اسبابو د پریمانې سره د اخلاقې زوال حال دادي چې د غریب سړې تلاوت هم په چا ښه نه لګیږی.
سياست