دیوه خره دوه غوږونه (ټروریسټ + پاټکی
ویل کیږي چې دچین د انقلاب د کامیابیدلو په اسبابو کښې یو هم دهغه چینایې مبارزینو لیکوالانو هڅې وي چې په ښکاره له هیواده لری وو، خو زړونه یې دخپلو انقلابې ملګرواو د اولس په مظلومیت غمجن وو. دغو چینانې مبارزو لیکوالانو ته په بهرنې نړی کښې دبیان او قلم ازادی حاصله وه، دوي له دغه فرصته په استفادي سره د اولس او انقلابیانو فکري اصلاح تر سره کوله. دلته اوس موږ نه د کامریډانو سوشل انقلاب راولو او نه بل ایزم ته انقلابې ملګري لټوو بلکه خبره صرف دومره ده چې خپل انسانې تلف شوي حقوق غواړو،او دقلم او بیان ازادی ددغو روا حقوقو دترلاسه کولو دپاره پکار اچوو.
هغه مرجع او مقام هم معلوم نه دي وچاته چې زموږ دحقوقو دغوښتنې چیغه او اواز متوجه دي ځکه چې غم راته جوړ له هغه چا دي چاچې زموږ د حقوقو غاصبین روزلې، غښتلې کړی او پر ملا پنډ کړي دی. هغوي خپلې پانګې په ناقانونه لارو چارو، دملې شتمنیو په لوټ تالان، ظلم او جبر پړسولې دي، هغوي د خپل ځان پر وړاندې د هر عکس العمل ښودونکو لپاره شخصې ملیشې ساتلې دی، تر څو د ځان د ناروا حیثیت ژغورل پری وکړی او د اولس د سیاسې او ټولنیزو حقوقو مخه پری ونیسې. دهیواد په جنوبې سیمو کښې داسې حالات وو او شته چې د کندهار د ښار په تر ټولو د ګڼې ګوڼې په سړک د اولس مشر د ښې لاس شخصې ملیشاوو سړک بند کړ او په سترګو ړوند او په پښو ګوډ مګر په ضمیر بیداره او په احساس غښتلې کس (محمدیار یار) یې پر سړک را پری ایستې او ترهغه یې په خپلو فلزی لکړو ډباوو تر څو چې ټوپکماران ستړی شوی نه وو، دغه ګوزار د محمدیار پر مات ګوډ وجود نه بلکه د افغانستان پر زخمې زخمې ځیګر وو، دا سرکښې یواځې د انسانیت د قانون پر ضد نه وه بلکه دهیواد د قانون د ساتونکو پر وړاندې ښکاره دجنګ او خپل بربریت دبرملا ښکاره کولواعلان وو چې موږ هرڅه وغواړو تر سره کولای یې شو، دمحمدیار او دهغه د ملګرو ګناه داوه چې د زوراکانو سره یې سیاسې تړون ته غاړه نه وه ایښې.
له دی نه پرته چندان بیل حال په هلمند او ارزګان کې هم نه دي، زابل هم د زړو ټوپکیانو او پاټکمارانو د لنډه غریو د ازمویلو میدان دي، دلته داسې دولتې املاک او ځمکې نشته چې زور واکانو دې خرڅه کړی اوقبضه کړی نه وي، دلته داسې دولتې ارګان نشته چاته چې دې دغه ناقانونه زورواکانو د خپلو شخصې ملیشاوو په زور غاښونه سپین کړی نه وي، دلته که پرون مقیم وهل کیده او که نن ماته دمرګ تهدیدونه کیږی نو دا څه عجیبه خبره نه ده، دا ددی بدبخت هیواد هغه مسلسلې ناخوالې دې چې دختمیدلو نوم نه اخلې، دغه تهدیدونه یواځې زموږ کورنۍ ته متوجه نه دی بلکه دا دهر هغه چا سره کیږی چې د غلو او داړه مارو پر ضد له خولې لفظ راباسې، د ډیموکراټیکې ټولنې د حقیقت د روښانه کیدلو او مصداق ګرځیدلو میدان سیاست دی . هر هغه سړی چې سیاسې مساواتو ته غاړه نه ږدی سیاسې مخالفت او سیاسې مخالفین نشې زغملی هغوي په کومه خوله ځای ددی جمهوري هیواد وګړی او د جمهوري ټولنې فرد ګڼې ؟؟؟
بلې خواته دمظلوم اولس غاړه دهغه ظالمو او وحشې ځناورو پڅې چړی ته مخامخ ده چې دهمدې غاصیبینو او پاټکیانو په بهانه به دهر هغه سړې سینه سوري کوي چې ددوی تر قلمرو دباندې ژوند کوي، په داسې حالاتو کښې ددی ټولنیزو ناخوالو پر ضد بغاوت کول خپل مرګ ته دعوت ورکول دی.
مګر زه دبغاوتونو د لاري زوړ مسافر یم، ما هغه وخت د خپل اکا د پریکړی (چې دپور په بدل کښې اولاد خرڅ کړی) او دهغه فریق پر وړاندې چې (په زور او زر د چا اولاد غلام وساتې) بغاوت وکړ چې شل کاله وړاندی ددې پاټکسالارانو باچاهې په درز کې وه، هغه وخت هم ما دغه بغاوت پاللې وو،په دوهم پړاو کښې مې چې تیر لس کاله په بر کښې نیسې خپله ژبه او قلم دهغه تیاره پالو پر ضد وکاروله چې د اسلام او جهاد په نوم غواړي دهیواد دغیرت شمله او ګاڼه تورو زاغانو ته په پښو کې واچوي، چاچې دهیواد دبربادی ترڅنګ د اسلام داسې یو وحشتناک تصور نړې ته معرفې کړو چې ددوي تر دی بربري اسلام دنړي غیرمسلمان خپل کفر په زرهاوو درجو افضل او بهتر ګڼی.
نن هم دهغه زړو پاټکیانو او په اوسنې نظام کښې د شخصې ملیشو درلودونکو انسان نما ځناورو پر وړاندې د بغاوت اعلان کوم، څوک چې د سیاسې مصلحت له لاري په سیمو کښې دمتوازی زورورو حکومتونو څیښتنان دي، چاچې دهیواد د بربادي ټیکه دارانو ته د خپل فعالیت د جواز سند په لاس ورکړی دي، دا پاټکماران په فکري او عملې لحاظ په هیڅ ډول د داخلې او نړې والو ترهګرو نه غوره نه دي، ددې زړو غلو ایمان او یقین تر سپین پټکیو او تورپټکیو اجیرانو په هیڅ وجه بیل نه دي، دی دواړو ډلو د هیواد پر ورانې او د ملي شتمنیو پر لوټ تالان او دخلګو پر سیاسې او ټولنیزو حقوقو د شبخون پرهلو ایمان راوړي دی.
سياست