سوله دچا دپاره ؟
سوله هغه مسافر دې چې راتللو ته یې زموږ ډیرو هیوادوالو ارمانونه ګورته وړی دی. سوله دانسان هغه فطرت دی چې دانسانیت ستر تعمیر ورباندی ولاړی دی. په اوسنې وختونو کښې دسولې په نوم هغه کسانو خپل سیاسې شتون ته دوام ورکړې دی چې د سولې له حقیقې روح څخه باغیان او په هیواد کښې په کراتو مراتو د سولې قاتلان او ناقضین دی. د سولې دغه قسم خوړلې ناقضین دسولې د کمیسون دپاره نومول یوه عجوبه فلسفه ده، د ربانې زوي صلاح الدین که چیرته په خپله وړتیا او سولې ته د کارکولو په بدل کښې ددغه کمیسون دمشر په توګه نومول شوي وی(چې اصلا داسی نه ده) خو ښه خبره ده او که دغه مشرتوب ده ته دپلار څخه دمیراثې چوکې په توګه رسیدلې وی نو بیا دا خبره (د ډیموکراسې تر عنوان لاندي) تر هغه تیره عجوبه هم عجب ترینه پیښه ده.
د سولې د دښمنانو له لوري د سولې د اصل سره دمخالفت کوونکې سره سوله او روغه جوړه کول اخر دچا دپاره دي؟ حتمآ به په ښکاره دا کار د اولس د پاره ښودل کیږی خو حقیقت ددی برعکس دی. دغه سیاست یواځې تر سوله راوستلو پوري محدود نه دي بلکه په حقیقت کښې د پرون جګړه مار ټوپکیان او دنن ورځې تش په نامه امارتې جهادیان او تروریستان غواړي له یو بل سره دسولې په کولو د اولس د تقدیر ټاکلو واګې دتل دپاره په لاس کې وساتی.
یو جنګیالې د هیواد پر ضد له سنګر نه دسولې په نوم را پاسول او سوله ایز ژوند ته را دعوتول خو ښه خبره ده مګر هغه له سنګر نه نیغ په نیغه د اقتدار په ګدی کښینول خو بیا تروریست او ټوپکمار ته کار اسانه کول دی او له هغه سره دهغه د مقصد په پوره کولو کښې مرسته کول دي. که مصلحت اوسیاسې عملې حکمت داوي نو بیا خو دی اولس د حقیقې اولس واکې د خوب د رښتیا کیدلو دپاره دیو نامعلوم وخت پوري د انتظار ګړي شماري ولې چې دعام مظلوم اولس ږغ څوک نه اوری او یاخو باید دغه ستړی او زخمې اولس په خپله د خپل تقدیر د بدلولو تکل وکړی او دچا په امید دی نه کښینې، راتلونکي ټولټاکنې اولس ته دخپل تقدیر دبدلولو یو بل فرصت پلاس ورکوي.
حلیم شملزی