د افغانستان په سیاست کښې د دریم قوت اړتیا

 

د دریم قوت تر پیژندنې وړاندې باید پر هغه دوو پخوانېو قوتونو بحث وکړو چې تر اوسه ددوي په ډغره کښې افغانستان برباد او د افغانستان مظلوم اولس د ظلم او محرومې شپې تیروي. دا دوه قوتونه یو طالبان او بل پاټکیان دی. د ډاکټرنجیب د حکومت په نسکوریدلو سره میدان جهادې ټوپکمارو ته پاته شو چې ټول هیواد ددوی د ظلم او زیاتې په علاماتو (پاټکونو) بدرنګه شو. دې پاټکسالارانو د طالبانو یوه منظمې بلې ټوپکماري ډلې ته بهانه جوړه کړه، دوهمې ډلې د خپل جاهلانه مذهبې تصور پر بنسټ او دخارجې بادارانو په ړندو اشارو هیواد  د تجزیې او بدبختې لور ته روان کړ تر دې چې بیرته ددوي پر وړاندې زړو پاټکسالارانو د امریکایې قواوو په غیرمستقیمه مرسته میدان وګاټه او لا تر اوسه زموږ د هیواد د عملې سیاست اساسې قوت تشکیلوي. دغه جهادې ټوپکمار او پاټکیان له یوي لوري او طالبې اجیران له بل لوري له یو بل سره ښکر په ښکر دې چې دیوي ډلې حمایت خارجې تروریستان او داخلې جاهله افراطیان کوي او دوهم ډله د خارجې هیوادونو په غیر قانونې اړیکو سره د اولس مشر د مصلحتې سیاست نه په استفادی سره په سمتې او ژبنې تصبونو سمبال پر دولتې اداره حاکم دې، دغه پکولي زردادیان په شمال او جنوب کښې په یوه شکل خپل منحوس شتون ته ادامه ورکوي چې د طالب په بهانه یې په سیمو کښې متوازی حکومتونه منځ ته راوستې دی دناقانونه شخصې ملیشو په مرسته یې د دولتې قانونې ادارو دکمزورتیا تر څنګ اولس په شکولو او شکنجه کولو دکمزوری تر سرحده اړولې ده. دبشری حقوقو دغه ناقضین د هر هغه روڼ فکری او روښانه راتلونکې مخالفان دې چې د چک او بیلنس پر اصولو ولاړه عملې او حقیقې جمهوري ټولنه منځ ته راوستل غواړي. ددی دواړو ډلو پر ضد د دریم سیاسې قوت منځ ته راتلل زیات اړین دي چې په هیواد کښې د حقیقې اولسواکې لپاره د ځوانو لوستو ، روښنفکره خدمت کوونکې ځوانانو په مټ دولتې اداري له داسې ظالمو او جاهلو عناصرو پاکې کړي او هم د پردیو د مزدورانو پر وړاندې د حق او ریښتنولي حقیقې محاذ قایم کړي. ښکاره خبره ده چې دداسې روښنفکره ځوانانو دمبارزی اساس به نه ټوپک وي او نه پاټک، بلکه ددوي د مبارزی اساس به د خلکو د ریښتنې احساساتو  درناوی او دافغانستان د نړول شویو اساساتو د بیا رغاوني او غښتلتیا ملې جزبه او ولوله وي.