زمونږ په ټولنه کښې د مشرتوب معیار اود مشرتابه کردار
زمونږ په وروسته پاته ټولنه کښې زیاتره د مشرتابه کردار او معیار د ناوړه شاهې خویونو او جاهلانه کړنو سره مل وې چې په ټولنه کښې یواځې ظلم تولیدوي. د جبر او ظلم له لارې د مشرتابه دعوا داران غواړې رعب، هیبت او دبدبه په اولس وتپې تر څو ددوي مشرتوب دوامداره شې او ددوې د جاهلانه پریکړو، کردارونو او جاهلانه سیاستونو پر وړاندې مزاحمتونه له منځه یوسې. (په زابل کښې همدا اوس هم پخوانیې ټوپکیان د خپلو شخصې ملیشه ځواکونو په مرسته دا هرڅه کوي چې ما یې په ډیرو لیکنو کښې یادونه کړی ده).
ځینې مسولیتونه د ټولنې ومتاثره قشر (اولس) ته هم راجع دې چې دوی هر مسلط ځواک او تش په نامه مشرتابه ته (هغه که تپل شوي وی او یایې خپله د زور او زر له لاری د ټولنې د مشرتابه په دریځ کښې پښه ټینګه کړی وی) پرته له دې چې د علم، پوهې، تجربې او انسانیت په پراخ چوکاټ کښې پرتله کړې د تابعدارې غاړه ږدی. مشرتوب په اوسنې وخت کښې د نړې په مهذبو ټولنو کښې بیل تعریف او معیار لري، دمشرتوب لپاره کاندید باید لومړې هغه لوړ عالمانه او بشردوستانه معیارونه ځان کښې پیدا کړې چې ټولنې ته ګټه او منفعت ورسوي او بیا له خلګو نه په یو جمهورې او قانونې لاره د خپل مشرتوب تاید تر لاسه کړی.
په بله هر ډول طریقه مشرتوب تر لاسه کول په جمهوري نړې کښې غیر قانونې متصور ده که څه هم د مشرتوب د ترلاسه کوونکې کس دمشرتوب استعدادونه ولري. او هم دارنګه هغه مشران چې په قانونې لاره یې مشرتوب ته لاره موندلې وې ولې دخپلې نااهلې له کبله ونشې کړای د اولس د منفعت او ښیرازی په مورد کښې عملې ګام پورته کړې د خلګو له لوری له سلب اعتماد سره مخامخ کیږی، دا ډول کسان په جمهورې عمل کښې له جمهوري خویونه او وړتیاوو څخه ناخبره وی. اوس ددغسې جمهوري او انسانې نورمونو د رواجولو مسولیت چاته راجع دي؟ ځینې تش په نامه مسلط مشران چې په تجربه ثابت شوي لوټماران، هیواد فروشان، ظالمان او دانسانې حقوقو ستر ناقضین دې د هغه کسانو له لوري چې لږ څه پوهه او ضمیر ولري، څنګه منل کیږی؟؟؟
آیا ددوي منل یا ددوي پر وړاندې د خاموشې دریځ غوره کول دشخصې ګټو له کبله دې؟ او که په داسې کسانو کښې بشری احساس دومره کمزوري دی چې ګواکې ځان ته یې په دی تسلې ورکړې وې چې ماته خو یې مستقیمآ ربړ نه دې رسیدلې ؟ او یا ممکن علت به یې د خپلو جمهوري حقوقو له نه خبریدا وي او یا به له ځان سره د ترسره کیدونکې جبر او ظلم پر وړاندې د خونديتوب احساس نه کوي، هرڅه چې وې باید نور دخپل هیواد او خپلو بچیانو د روښانه راتلونکې په موخه دغو ناوړه مشرانو ته چې دناړوه دودونو او ناوړه عملونو د رواجونو ستری منبع دې د خپل توان سره سم د ،،نه،، ځواب ورکړل شې او خپله راتلونکی سیاسې اختیار د باعلم او باعمله مشرانو په اختیار کښې ورکړو. که داسې ممکن نه وی نو لږ تر لږه باید ددغسې غیرقانونې کړنو مرتکبینو حمایت ونه کړو کنه د چارو مسولیت به بیرته موږ ته راجع وی چې نه به مو تاریخ وبخښې او هم به ددغو ظالمانو د ظلم په تیارو کښې په ژوند تیرولو مجبوره یو.
حلیم شملزی