زمونږ د ټولنې د لوستو قدرونو درجه بندی
لومړې هغه کسان دې چې نیمه متوسطې زده کړې لری ولې په څنګ کې ورسره پروفیشنل زده کړی (لکه انګریزی ژبه، ژورنالزم، او کمپوټری زده کړی) لرې، دغه کسانو د موسیساتو سره په کارموندنې تر اوسه زیات خدمتونه کړې دې البته د راتلونکې د پاره د ښه رول لوبولو دپاره کافې علمې اساس او تعلېمې معیار نلری.
دوهمه ډله دهغه زلمو ده چې همدا اوس یې خپلې زده کړې سرته رسولې دې او د خپلې تعلمې دورې اسناد یې لاسته راوړې دې، دغه اشخاص مستحق دې چې له زړو مراعتیانو او له مجبورې په دولتې ادارو کښې د ناستو کسانو ځاې اشغال کړې، ولې دغه کسان لا علمې وړتیا، او د جدیدو علومو تجزیاتې پوهه نلری.
دریمه ډله هغه اشخاص دې چې له لوړو زده کړو سره سره کافې کارې تجربه هم لري، دوې د تعلېمې کچې سره سره تجرباتې علم، تحقیقاتې مطالعات، او تجزیاتې فکر هم لرې، دغه کسان کولای شې چې د هیواد او ټولنې د پرمختګ لپاره اساس تشکیل کړې، دزابل غوندې ولایتونو کښې لا دغسې کسان شتون نلرې ولې دهیواد په مرکز کښې ددغسې اشخاصو لپاره د کار مسونه ضمینه برابرول د اولیتونو څخه شمیرل پکار دی.