تروریستانو ته معافې کفایت کوي نه حکمرانې،
داوسنې نظام په پیل کښې د داخلې او خارجې تروریستانو په تیښته سره زاړه تروریستان (پاټکمار توپکیان) رانازل شول، د اولس مشر له لورې له رانازلیدلو وروسته سمدلاسه په دولتې پوستونو ونازول شول چې دا لړې تر اوسه دوام لرې ېعنې که له تیرو پاټکیانو او اوسنې تروریستانو هریو تش په نامه نظام ته تسلیم شې نو دمعافې تر څنګ د حکمرانې تر لاسه کول هم ورته رسیږی.
ددی ناوړه سیاسې دریځ او تش په نامه مصلحت پایله داشوه چې د ډیموکراتیک نظام خیروبرکت د غریب اولس پر ځای پاټکمار او ټوپکمار ته ورسیدو. دوي که په تیر کښې د خپلو شخصې ګټو دپاره هیواد بربادې ته ورساوه نو نن د بیا رغاونې په پروسه کښې هم د خپلو شخصې ګټو په خاطر ېې د لوټ او تالان بازار ګرم کړې دې.
د زابل غوندې ولایاتو کښې لا زورواکې په هم هغه شکل پاتې ده او اوس یې ځان ته قانونې بڼه ور اغوستې ده، ددولت د استحکام اساس د اولس د ننګې او حمایت پر ځای د زړو پاټکیانو اوسنې ملیشې تشکیلوي (دحمیدالله توخې او اتاجان ملیشې یې په زابل کښې ښه بیلګه ده) چې دې حالاتو د اصلې ډیموکراسې او حقیقې ولسوالکې خوبونه په اوبو لاهو کړې دې.