تا پرڅه وژنې؟

دا هغه پوښتنه ده چې څو ورځې وړاندی د ځینو ملګرو له لوري له ما څخه شوی وه کله چې ما د ټولنیزی رسنۍ (فیسبوک) پر پاڼه یوه لیکنه کړی وه چې مې پکښې د زابل دیوه سیمه ایز جنګ سالار له لورې ماته د مرګ د ګواښ یادونه کړی وه. دا ګواښ دهغه ۱۸ کلنې زړی دښمنې له کبله ماته شوی وو چې د ۱۹۹۴ کال د دنومبر په دریمه ورځ پیښه شوی وه، دپیښې لامل زما هغه ګام وو چې ما د ټولنې د ناولې دود (په زور او زر د اولاد خرڅول او رانیول) چې د ورکړی او واده دودیز نومونه ورباندی ایښودل شوی دی، پر ضد پورته کړ. دا ګام په داسې وخت کښې واخستل شو چې هیواد په سیاسې او ټولنیزه توګه په تیارو کښې ډوب وو، په ټول هیواد کښې د قانون او اصولو پر ځاې دجنګ سالارانو او اشرارو پاټکسالاری او ټوپکسالاری واکمنه وه، دیوه زوړ مقدس نما جاهلانه دود پر وړاندی داسې بغاوت او یاغیتوب ځان د تباهې کندې ته غورځول وو، ولې ما بیا هم دې جبر ته غاړه کښینه ښوده که څه هم چې له یوې خوا دهمدې تورو او ناولو دودونو پالونکې ټولنه وه، د پاټکیانو ړنده او لوغړنه واکمنې وه او له بل لورې زما یواځې والې او زیاته بې تجربګې وه د عمر کموالې (۱۶کلنې) هم زما ستره کمزوری وه.که څه هم زه له لومړې ورځې د خپل ضمیر ملامت نه ووم او هر هغه څه چې زما او زما دژوند د ملګري پر وړاندې تر سره کیدو یا ترسره شوی وو، راته له ورایه د اسلام ددین او د انسانیت له چوکاټه دباندی ښکاریدل ولې بیا هم له دې پیښې وروسته ما ددې لانجې او کړنې څیړنه د مذهب په اوږد تحقیق او مطالعه کښې په دقت سره وکړه(په کلتور او اسلامې زده کړو کښې مې د ماسټر ډګری تر لاسه کړه) چې قابو لس کاله وخت یې ونیوه، چې پایله یې هم دا راووتله چې د نکاح او طلاق اصول په اسلام کښې ډیر په دقت او انسان پروره اصولو سره وضعه شوې دې نه هغه ناوړه اصول چې تری ما بغاوت کړی وو.له دې نه وروسته مې یوځل بیا د جدیدو طبعیاتو او ساینسې علومو څیړنو او تحقیق ته ادامه ورکړه (دمنځنې کچې زده کړې مې تر دې پیښې وړاندې ترسره کړې وی) چې له تیرو اته کالو راهیسې لا اوس هم ادامه لری، په دې دوهم پړاو کښې هم ماته داسې شواهد مخې ته نه دې راغلې چې د اوسنې نړې دانسانیت اصول (سوشل ساینس او هیومن رایټس) دې هغه انسانیت سوز دود او وراسته جاهلانه رسم ته جواز ورکړې له کوم نه چې ما اتلس کاله وړاندې سرغړونه کړې وه.اوس دې اتلس کلنې تربګنې ته دې زه د ژوند دیوې داسې پیښې په سترګه ګورم چې ما دې ته اړ باسې چې ددې ناوړو ددونو پر وړاندې د مزاحمت یولوی او غښتلې سنګر جوړ کړم چې تر شا پراته عوامل یې ناوړې افکار، عقاید، سیاستونه، او رواجونه تشکیلوي، ناوړه ځکه دې چې هیڅ عالمانه، افادې، ساینسې، او معقول اړخ نلري، ددې ناوړو دودونو تر شا هغه تیاره پالې هم ولاړ دې چې تل یې خپله بقا او ګټه په جبر او تشدد کښې موندلي ده، ددې ناوړه اعمالو ملاتړ په اصل کښې زموږ څنګلورې هیوادونه او په کور دننه هغه ملګرې، افراطیان او تروریستې کړي هم کوي چې غواړې دجعلې شریعت او تقلبې دود له لیاري زموږ ټولنه په داسې فکرې قید کښې وساتې چې نه له خپلو حقه حقوقو خبر وې او نه ددغو بهرنې او داخلې غلیمانو له تورو دسیسو خبر وی.که څه هم په دې تیر اتلس کلن دو‍ر کښې ما د ښکاره او پټو غلیمانو له لورې سختې ګاللې دې، دخپلو خپلوانو له منافقت او دوه مخې توب څخه مې هم زوریدل زغملي دې، خو زه نا امیده نه یم، زه دهغه هر وراسته شوي، غیر معقول، غیر فطری، غیر افادې او غیر علمې فکر، دود، قانون او دستور غندنه کوم چې دانسانیت احترام بې مفهومه ګڼې، زه او زما دفکر ملګری دهغه اشرارو، افراطیانو او دهغوي دخارجې انډیوالانو پر وړاندې کلک دریږو چې غواړې زموږ هیواد او هیوادوال په داسې بدبویه لومو وتړې او خپلو ناولو موخو، سیاستونو او دودونو ته دمذهب یا پښتونوالې پوښ ورواغوندې.ویل کیږی چې اړتیا د ایجاد مور ده، پر دې اساس هغه اړتیا چې ما د خپل ځان او اولاد د راتلونکې د خوندې توب لورې ته اړ باسې، ممکن په داسې ایجاد واوړې چې په ځوان لوستې کهول کښې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو او په ټولنه کښې دمخ کښه رول لوبولو په موخه د ویښتیا بهیر را ژوندی کړی.زه فکر کوم چې هغه خارجې توریرستان او د اوسنې سیاسې نظام غړیتوب درلودونکې داخلې عناصرکوم څوک چې هغه زاړه ټوپکسالارې دې، دواړه د یوه خره دوه غوږونه تشکیلوي، د هر یوه کړنه او شتون د بل هغه ته جواز پیدا کوي، او بد بختانه دغه عناصر په اوسنې سیاسې نظام کښې پریکنده رول لرې او په دی توګه زموږ ټولنه د پاڼ او پړانګ تر منځ د ژغورنې د شیبو(حقیقې دیموکراټک نظام) انتظار باسې. په داسې حال کښې ددې پر ځاي چې زه د هغه ناوړه دودپالانو پر وړاندې معذرت خواهانه رویه غوره کړم او پاتې ژوند په ملامتې منلو سره سرځوړی تیر کړم ښه به داوی چې دغه انفرادې ستونزی ته د ناخوالو دودونو پر وړاندی د یوه تحریک او مبارزی بڼه ورکړم، زه زیات هیله من یم چې په دې هر اړخیزه مبارزه کښې به د تیر په شان یواځې پاتې نشم او داسې ویښ ضمیره ملګری به راسره هم ږغې شې چې د تیاره دودونو شاته پټ تور لاسونه او تور سیاستونه را بربنډ کړې(دغسې سیمه ایز بدمرغه ازمایل شوي غله او داړه ماران غواړې زما غوندې کسانو په وژلو او په مرګ ګواښولو د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره د تیاره پالو لپاره خواخوږی ځانته پیداکړی) .موږ باید چې دخپل راتلونکې نسل د پاره د روښانه ژوند اود راتلونکې سیاسې ژوند لپاره دیوي غښتلې مبارزی اساس کښیږدو، په دې لار کښې مرګ د ځان لپاره ابدی ژوندون ګڼم.

حلیم شملزی