دانسانې ژوند د څرنګوالې څیړنه په اوس وخت کښې د بیا لوجیکل ساینس تر ټولو ګرمه موضوع 
ده، د کیمیا اوسنې علم د پیچلو مالیکولونو د جوړښت سپړنه کوی ددغو مالیکونو د فعالیت څارنه په خورا دقت سره کوی، په ژوندې اجسامو کښې د ځانګړو مالیکولونو د دندو او فعالیتونو د کیفیت او دهغه کیفیتونو د په نښه کولو لپاره نوی ساینسي علوم لکه بایوکمیسټر(حیاتیاتې کیمیا) بایو فیزکس(حیاتیاتې طبیعیات) منځ ته راغلې دی، دغه علوم په ژوندی اجسامو کښې د کیمیاوی او طبیعیاتې تغیراتو او علتونو څخه بحث کوی چې اوس دغه دواړه علوم د مالیکولر بایالوجې علم په بڼه په یو بل کښې ضم او مدغم شوې دی.
پخوانې هغه تصور چې اجسام به یې پر وده کوونکې او غیر وده کوونکې سره ویشل دهغو دتوپیر پخوانی تصور اوس په بشپړه توګه له منځه تللې دی، اوس جوته شوې ده ددی دواړه ډولونو اجسامو د مالیکولونو دپاره دکمسټری یو ډول قانون د تدبیق وړ دی.

له کاربن ډای اکسایډ نه پرته نور ټول هغه څیزونه چې هغو کښې کاربن موجود وی هغه وده او نمو کوونکې دې او له دې پرته ټول نور څیزونه غیرنامیاتې او بې ودی اجسام دی.
دا یواځې د کاربن ځانګړتیا ده چې ددې اټمونه له نورو عناصرو سره یوځاې کیږی او بې شماره ډولونه پیچلی مالیکولونه منځ ته راوړی، او دغه مالیکونو بیا د لویو ځنځیری لړیو دمنځ ته راوړلو توان پیدا کوې.
په نولسمه پیړی کښې د کیمیا عالمانو د البومینوس (دهګیو سپین) د مادې د ځانګړتیاوو شننه وکړه چې ورڅخه جوته شوه چې د ژوند بنسټ یواځې پر پروتینزو ولاړ دی، چې د امینو اسیډ پر لویو لویو مالیکولونو مشتمل دې. بل لور ته یو بل ساینسدان ایمل فشر د امنو اسیډ په داسې ډول د کارباکسایل د ګروپ له مخکینی امنو اسیډز له اماینو ګروپ سره پیوسته کړ، چې له دی کبله هغه تجربه کامیابه شوه چې باید د اتلسو اماینو ګروپ یو لوی ځینځیر یې منځ ته راوړی وای، فیشر دې ځنځیری لړیو ته د پیپټاډز نوم ورکړ چې دهضم په معنې دی، هغه له دی کبله چې د فشر په آند د هضم په جریان کښې پروټین په داسې توګه ځنځیری لړیو سره بدلون مومې. دغه مفروضه په ۱۹۳۲ کښې یو بل ساینس دان میکس برګ ثابته کړه، دا ځنځیری لړی دومره ساده وې چې هغه پیچلې ځنځیرونه چې پولې پیپټایډ ورته وایې ورنه نه جوړیدلې کوم چې د پروټین د تشکیل لپاره اړین وو.